پاکستان او افغان طالبانو په سپین بولدک کې پر يو بل د ډزو پيلولو تورونه پورې کړې دي.
پاکستانيو چارواکو دعوه کړې ده چې د نومبر پر شپږمه د چمن او سپين بولدک ترمينځ حدودو کې پر افغانستان د واکمنو طالبانو سرتېرو د پاکستانيو عسکرو پر امنيتي پوستو ډزې وکړې چې وروسته هغوی هم ځواب ورکړ.
د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د نومبر پر شپږمه پر اېکس پاڼه (پخواني ټوېټر) په بيان کې زياته کړې ده چې هغوی د طالبانو د حکومت هغه ادعاوې "په کلکه ردوي" چې وايي پاکستانیو ځواکونو پر سپين بولدک ډزې کړې دي.
تر هغه وړاندې، د طالبانو د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد د نومبر پر شپږمه پر اېکس پاڼه ليکلي ول چې پاکستانيو سرتېرو د کندهار او بلوچستان ترمينځ پر سپين بولدک سيمه ډزې کړې خو په وينا يې طالب ځواکونو ورته ځکه ځواب نه دی ورکړی چې په استنبول کې د پاکستان او طالبانو لوړپوړي چارواکي د سولې په اړه مذاکرات کوي.
مجاهد په خپل بیان کې په ډزو کې چا ته د مرګژوبلې اوښتو په اړه څه نه ول ويلي، خو په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو حکومت رسنیز مسول علي محمد حقمل د نومبر پر شپږمه ناوخته مشال راډيو ته وويل چې په هغه بريد کې څلور عام وګړي وژل شوي او پينځه ژوبل دي.
دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر شپږمه د پاکستان او پر افغانستان واکمنو طالب استازو ترمینځ د خبرو درېيم پړاو د ترکيې په استنبول ښار کې پیل شو.
د مذاکراتو له بهیره باخبره دوو باوري سرچینو د نومبر پر اوومه مشال راډیو ته وویل، د دواړو خواوو چارواکي په استنبول کې د خبرو پر مهال پر دې موافق شول چې د سپین بولدک پېښه "د ناسم پوهاوي (غلط فهمۍ)" له کبله شوې ده او زیاته یې کړه چې هغې پېښې پر مذاکراتو اغېز نه دی کړی.
دواړو غاړو د اکتوبر په مياشت کې له يو بل سره پر ډېورنډ کرښه نښتې کړې وې خو وروسته یې په دوحه کې اوربند وکړ. د تېر په څېر دا ځل هم د دواړو لوریو ترمینځ خبرې د ترکیې او قطر په مینځګړتوب روانې دي.
تر دې مخکې، د پاکستان او طالبانو استازو د دواړو هېوادونو ترمينځ د اوربند پر غځولو او د نومبر پر شپږمه يو ځل بيا د مذاکراتو کولو هوکړه کړې وه.
دواړو خواوو د اوربند د موافقې په تړاو د اکتوبر پر ۲۵مه په استنبول کې دويمه ناسته پيل کړه چې د اکتوبر پر ۳۰مه پای ته ورسېده.
تر هغه وړاندې، د دواړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د اکتوبر پر ۱۸مه په دوحه کې سره کتلي ول او د اوربند پر هوکړې سربېره يې د نورو خبرو پرېکړه کړې وه.