د لاسرسي ځای

تازه خبر

اورکزو کې د هاوان مرمۍ د يوه ماشوم په ګډون ۲ کسان وژلي دي


په قبايلي سيمو کې د هاوان مرمیو او د ډرون برېدونه زیات شوي دي. انځور له ارشيفه
په قبايلي سيمو کې د هاوان مرمیو او د ډرون برېدونه زیات شوي دي. انځور له ارشيفه

پولیس وايي چې په اورکزو کې د مارټر ګولې پرېوتو په پېښه کې دوه کسان وژل شوي او یو ټپي دی.


د اورکزو د پولیسو ویاند محمد سعيد مشال راډيو ته ويلي چې د نومبر پر ۱۶مه نېټه له خیبر ضلعې سره نېزدې د اورکزو د ډبوري سيمې په کاچ نومې کلي کې د هاوان مرمۍ (مارټر ګولې) پرېوتې چې پکې د یوه ماشوم په ګډون دوه کسان وژل شوي او يو ټپي شوی دی.

د پېښې ضد د سيمې خلکو د وژل شویو کسانو مړي د احتجاج په توګه د ډبوري تاڼې مخې ته کښېودل او د پلټنو ترڅنګ يې له اغېزمنو کورنیو سره د مالي مرستو غوښتنه وکړه.

پوليس وايي چې د پېښې پلټنې يې پېل کړې دي او ګومان کوي چې مارټر ګوله د خيبر ضلعې له اړخه توغول شوې ده.

په وروستيو کې د اوکزو په ګډون د خيبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو او قبايلي سيمو کې پر ولسي وګړو او کورونو ډرون بريدونه او د هاوان مرميو (مارټر ګولو) بريدونه زيات شوي چې ځايي خلک یې تور د پاکستان پر پوځ پورې کوي او پکې اکثره ځايي خلکو ته مرګژوبله اوړي.

خلکو د هغو بريدونو پر ضد په وار وار احتجاجونه کړي دي. خوا پوځ هم په وار وار ويلي چې د وسلوالو پر ضد د عملياتو پر مهال د ولسي وګړيو خونديتوب ته پام کوي.

د اکتوبر پر ۲۳مه هم د بر جنوبي وزيرستان په سروکی تحصيل کې پر يو کور د هاون مرمۍ (مارټر ګولې) لګېدو له امله يو کس وژل شوی او درې نور ژوبل شوي ول.

XS
SM
MD
LG