د لاسرسي ځای

تازه خبر

اورکزي وايي له ۱۵ کالو راهیسې د ړنګو کورونو د معاوضې انتظار کوي


په اورکزیو کې د عملیاتو له وجې ړنګ شوي کورونه - پخوانی انځور
په اورکزیو کې د عملیاتو له وجې ړنګ شوي کورونه - پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا د اورکزیو ضلعې اوسېدونکي وايي چې حکومت دې ورته څه باندې یوه نیمه لسیزه مخکې د وسلوالو پرضد د پوځي عملیاتو پر مهال د ړنګو او زیانمنو شویو کورونو او دوکانونو تاوان ورکړي.

د سیمې اوسېدونکو د سېپټېمبر پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل، چارواکو یې ۱۰ کاله مخکې د ړنګو او زیانمنو شویو کورونو او دوکانونو سروې کړې، خو پر دې سربېره یې لا معاوضه نه ده ورکړې.

د سیمې یو مدني فعال بلال دین اورکزی وايي، حکومت د نړېدلو کورونو سروې کړې ده او له هغې وروسته یې خلکو ته د مرستو ټوکنې هم ورکړې دي خو پیسې نه دي ور رسېدلې.

د اورکزیو د عبدالرحیم خېلو یو اوسېدونکی شېرولي خان وايي په عملیاتو کې د هغه کور هم ړنګ شوی وو او د سروې پر مهال ورسره ژمنه شوې وه چې حکومت به ورسره د ړنګ کور د بیا جوړولو لپاره مرستې کوي خو د هغه په وینا تر اوسه چا پیسې نه دي ورکړې.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی محمد یوسف چې تعلق یې د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره دی، د سېپټېمبر پر ۳۰مه یې مشال راډیو ته وویل چې د اورکزیو متاثرینو د ړنګو کورونو مسله یې په حکومتي کچه پورته کړې ده خو لا هم نه ده هواره شوې. نوموړی وايي چې خپلې هڅې به لا هم روانې ساتي چې د خلکو د معاوضې پیسې له حکومته را وباسي.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۰ز کال کې په اورکزیو کې د وسلوالو پرضد عملیات پیل کړي ول چې له کبله یې ګڼې کورنۍ بې کوره شوې وې. حکومت په ۲۰۱۵ز او ۲۰۱۶ز کلونو کې کډوالو خپلو کلیو او کورونو ته ستانه کړل.

د پاکستان حکومت تر عملیاتو وروسته خلکو ته د ړنګو او زیانمنو شویو کورونو او کاروبارونو د تاوان ورکولو ژمنه کړې وه. په هغه ژمنه کې ویل شوي ول چې د چا کور په مکمله توګه ړنګ شوی وي هغه ته به څلور لکه روپۍ ورکول کېږي او که د چا کور په جزوي توګه ړنګ وي، هغه ته به ۱۶۰،۰۰۰ روپۍ د معاوضې په توګه ورکړل شي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG