د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو هنګو کې د ۱ مشکوک وسلوال د وژنې او اورکزیو کې یې د وسلوالو پټنځایونو سوځولو دعوې کړې دي


دا انځور د اورکزیو پولیسو د نومبر پر نهمه له رسنیو سره شریک کړی دی چې پکې یو سرتېری ښکاري چې یوه مورچه سوځوي.
دا انځور د اورکزیو پولیسو د نومبر پر نهمه له رسنیو سره شریک کړی دی چې پکې یو سرتېری ښکاري چې یوه مورچه سوځوي.

پولیسو د خیبر پښتونخوا په هنګو او اورکزیو کې د یو مشکوک وسلوال د وژنې او د وسلوالو د پټنځایونو سوځولو دعوې کړې دي.

د هنګو د پولیسو مشر خان زېب مومند دفتر د نومبر پر نهمه په بیان کې ویلي چې په څپر (چپر) بنګښ سیمه کې یې د عملیاتو پر مهال یو مشکوک وسلوال وژلی دی.

بیان وايي، د وژل شوي کس د پېژندګلوۍ بهیر روان دی.

اخوا د اورکزیو د پولیسو مشر شوکت علي رسنیو ته ویلي چې د نومبر پر نهمه یې د ضلعې په بېلابېلو برخو کې عملیات کړي او د وسلوالو یوشمېر پټنځایونه، مورچې او مرکزونه یې سوځولي دي.

نوموړي وویل چې عملیات یې په ببرکي، مرغیو چن او اتمانخېلو کې کړي دي.

علي په دې اړه نور معلومات ور نه کړل او دا یې هم روښانه نه کړه چې د کومې ډلې پټنځایونه یې سوځولي دي.

تر اوسه هېڅ وسلوالې ډلې د هنګو او اورکزیو د پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د پولیسو دعوې نه شي تاییدولای.

له څلورو کلونو راهیسې د هنګو په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو، سرتېرو، مخورو، فعالانو، سوداګرو او نورو خلکو تښتونې زیاتې شوې دي.

د نومبر پر دویمه د هنګو په دوابه کې د پولیسو پر کاروان په رېموټ کنټرول بمي برید کې د یو تاڼېدار په ګډون درې پولیس ژوبل شول. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

په عین حال کې د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د وسلوالو پرضد مبارزې ته ژمن دي او وخت په وخت په هدفي عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې د نومبر پر لومړۍ په خپل میاشتني رپورټ کې وویل چې په هغه هېواد کې د روان ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو وژنې په "بې ساري" ډول زیاتې شوې.

رپورټ وايي، تېره میاشت په "ترهګرۍ ضد عملیاتو" کې ټول ۳۵۵ مشکوک وسلوال ووژل شول او د دومره زیاتو وژنو ساری په تېرو ۱۰ کلونو کې نه دی لیدل شوی.

اداره وايي، په اکتوبر کې په عملیاتو او وسلوالو بریدونو کې ۷۲ امنیتي سرتېري او ۳۰ ولسي وګړي هم ووژل شول.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو اداره زیاتوي، اوسمهال زیاتره عملیات په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې کې کېږي خو د سیند او پنجاب په خال خال سیمو کې هم د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.

په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، د اسلامي دولت (داعش) خراسان ډلې او بېلونپاله بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي.

XS
SM
MD
LG