مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي. د مشال راډیو اېکس او فېسبوک پاڼې تعقیب کړئ او دلته یې په یوټیوب هم سبسکرایب کړئ.
په راپور کې د خان له خولې لیکل شوي چې په وروستیو کې پر معاینې او درملنې سربېره یې "ښۍ سترګه" خورا کمزورې شوې ده او "د دید یوازې ۱۵ سلنه" ځواک لري.
په راپور کې راغلي دي چې پاکستان د روان کال په جنورۍ میاشت کې ټول ټال ۳۶۱ کسان وژل شوي دي چې پکې ۲۴۲ وسلوال، ۷۳ ملکی وګړي او ۴۶ امنیتي ځواکونه شامل دي. د راپور له مخې تېره میاشت ۱۳۵ کسان ژوبل شوي هم ول چې ۷۱ ولسي کسان، ۵۲ امنیتي سرتېري او ۱۲ وسلوال شامل دي.
د کوټې سېول روغتون وياند وسیم بېګ مشال راډيو ته وويل چې د جنورۍ پر ۳۱مه د اته اېف سي سرتيرو او شپږو وسلوالو مړي او ۱۱ ژوبل پوليس وروړل شوي دي.
د تحريک انصاف غړو له هغې پس احتجاجي پرلتونه کښينول چې د جنورۍ پر ۲۹ د اطلاعاتو وزیر عطاء الله تارړ تایید کړه چې د جنورۍ پر ۲۴مه د اسلام اباد په پیمز روغتون کې د سترګو د ناروغۍ له وجې د عمران خان طبي معاينه شوې ده.
د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر د مالي چارو سلاکار مزمل اسلم د پاکستان د مرکزي حکومت د تجارت وزیر جام کمال ته د جنورۍ پر ۲۹مه په استولي لیک کې پر دې معامله د یوې بیړنۍ غونډې د وربللو غوښتنه کړې ده.
د بېپولې ډاکترانو سازمان (ایم،ایس، ایف) وايي، له لومړنیو اساسي خدمتونو پرته به، ژمی له پاکستان څخه راستتنو شویو افغانانو ته د یوه «خاموشه قاتل» په څېر وي. دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، دا کډوال روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي؛ چې ژوند ته یې جدي ګواښ دی.
د طبیعي پېښو پر وخت د انتظام لپاره د طالبانو حکومتي ادارې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه رپورټ ورکړی دی چې په ۱۱ ولایتونو کې سختو بارانونو او سیلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي وو چې حکومت به یې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د خبرو اترو پر بیا پیل غور وکړي خو د ده په وینا، "که د طالبانو حکومت د علماوو هغه فتوا عملي کړي چې له افغانستانه بهر به خپلو وګړو ته د پوځي اقداماتو اجازه نه ورکوي."
محمد صادق دا څرګندونې د ډېسېمبر پر ۱۴مه په تهران کې د "د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو او روسیې د ځانګړو استازو په غونډه کې" کړې دي.
د متحده عرب اماراتو په دوبۍ کې ترسره شوې دې لوبه کې افغانستان لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سر ۲۸۳ منډې وکړې.
په نړۍ کې د خبریالانو د خوندیتوب سازمان - بې پولې خبریالان - اعلان کړی دی چې پاکستان په ۲۰۲۵م کې لږ تر لږه ۲۰ افغان خبریالان په زور افغانستان ته ستانه کړي دي.
په خوست کې د طالبانو د والي دفتر اعلان کړی چې نن ماسپښین به د دې ولایت په ورزشي لوبغالي کې په عام محضر کې د اعدام علني حکم اجرا شي. خوست ولایت کې د طالبانو د والي ویاند، مستغفر ګربز پر خپله ایکس پاڼه له خلکو غوښتي چې پرته له وسلو او کمرو د پیښې ځای ته ورشي.
امریکا بهرنیو چارو وزارت د نومبر پر ۲۹مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي دي چې دا ګام د امریکا د ملي امنیت او عامه خوندیتوب د ساتنې لپاره اخېستل شوی دی.
د هند وزيراعظم نریندرا مودي د نومبر پر ۱۷مه تر پېښې څو ساعته وروسته پر خپله اېکس پاڼه ليکلي چې په دې غمیزه ډېر خفه دی او په سعودي عرب کې د هند سفارت د ټولو قربانیانو له کورنيو سره د مرستې لپاره بېړني اقدامات کوي.
ملا برادر نن (د نومبر پر ۱۲مه) په کابل کې د افغان سوداګرو او صنعتکارانو یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د پاکستان تجارتي لارو افغان سوداګر زیانمن کړي او عام ولس یې له ستونزو سره مخامخ کړی دی.
نور وښیئ