د لاسرسي ځای

تازه خبر

هیومن رایټس واچ: طالبانو په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه لا سخت کړي


سازمان وایي د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان نجونو او ښځو کړاو لا هم د نړیوالو پاملرنې ته اړتیا لري ـ پخوانی انځور.
سازمان وایي د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان نجونو او ښځو کړاو لا هم د نړیوالو پاملرنې ته اړتیا لري ـ پخوانی انځور.

د بشري حقونو د څار سازمان (هیومن رایټس واچ) وايي چې په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره روان تشدد تنظیم شوی او سیستماتیک دی.

سازمان د نومبر پر ۲۵مه په خپله ووبپاڼه په خپاره شوي رپورټ کې لیکلي دي چې د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان نجونو او ښځو کړاو لا هم د نړیوالو پاملرنې ته اړتیا لري.

په راپور کې یادونه شوې چې طالبان نارینه هم مجبوروي چې د ښځو په برخه کې د طالبانو اوامر پرځای کړي. د مثال په توګه، که یوه ښځه د طالبانو پر ضد اعتراض وکړي یا یې جامې د ټاکل شویو معیارونو سره سمون ونه لري نو د هغوی نارینه خپلوانو ته سزا ورکول کېږي.

طالبانو پر افغانستان د واکمنېدو وروسته په تېرو درېیو کلونو کې پر نجونو او ښځو محدودیتونه په تدریجي ډول سخت کړي چې دا عمل یې د نړیوالو له سخت انتقاد سره مخ شوی دی.

XS
SM
MD
LG