د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو کمېشن وايي د کراچۍ پولیسو یې مشر تر څو ساعتونو وروسته خوشې کړی دی


د بشري حقونو د کمېشن مشر اسد اقبال بټ یوې غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.
د بشري حقونو د کمېشن مشر اسد اقبال بټ یوې غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن ویلي دي چې پولیسو یې مشر اسد اقبال بټ تر درې ساعتونو پورې له ځان سره تر ساتلو وروسته خوشې کړی دی.

د هغه ناحکومتي او خپلواک کمېشن د سیند څانګې مشر خضر حیات مشال راډیو ته وویل چې د ګلبرګ تاڼې پولیسو او په ساده جامو کې ځینو کسانو بټ د جولای پر ۲۵مه له خپل کوره یووړ خو وروسته یې بې له کومې مقدمې خوشې کړ.

ده وویل چې د بلوڅانو د یووالي کمېټي غواړي چې د بلوچستان په ګوادر کې د بلوڅانو د حقونو په اړه لویه غونډه وکړي او پولیسو د هغې کمېټۍ یوشمېر غړي او فعالان نیولي دي چې بټ او د کمېشن نور چارواکي یې د خوشې کولو هڅه کوي.

حیات وویل، چارواکو بټ په تاڼه کې ساتلی وو او ورڅخه یې د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ د مشرې ډاکترې ماه رنګ بلوڅې په اړه پوښتنې کړې دي.

تر دې مخکې د بشري حقونو کمېشن پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې پر حکومت غږ کړی وو چې بټ دې ژر تر ژره خوشې کړي.

د کراچۍ د پولیسو ویاند او د ګلبرګ تاڼېدار په ګډون انتظامي چارواکو لا د بشري حقونو کمېشن د مشر نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

مشال راډیو هم څو ځلې د پولیسو له چارواکو سره د رابطې هڅه وکړه خو له هغوی سره په خبرو و نه توانېده.

د بشري حقونو د کمېشن د سیند څانګې مشر خضر حیات زیاتوي چې پولیسو د نوموړي د نیولو هېڅ دلیل نه دی وړاندې کړی.

XS
SM
MD
LG