د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین باید د اوکراین د نږدې درې کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره سره وګوري.
ولسمشر ټرمپ د فبرورۍ پر ۲۱مه د امریکا د سوداګرۍ وزیر په توګه د هاوارډ لاټنیک د لوړې له مراسمو وروسته په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل "زه فکر کوم چې ولسمشر پوتین او ولسمشر زیلینسکي باید سره وویني. پوهیږئ ولې؟ ځکه موږ غواړو د میلیونونه انسانانو وژنه ودرول شي."
هغه وویل چې یوې موافقې ته د رسیدو چانس شته او زیاته یې کړه "زه باید ډاډ ترلاسه کړم چې روسیه غواړي دا کار وکړي."
د ولسمشر ټرمپ اشاره د اوکراین د جګړې په اړه د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې د امریکا او روسیې د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د فبرورۍ پر ۱۸مه شوې غونډې ته وه.
ولسمشر ټرمپ وايي، زه غواړم د میلیونونه انسانانو وژنه بنده شي.
ولسمشر ټرمپ همداراز وویل، دی به د مې پر نهمه چې پر نازي جرمني د بریا د ورځې په توګه لمانځل کېږي په ځانګړو مراسمو کې د ګډون لپاره مسکو ته لاړ نه شي.
هغه زیاته کړه چې متحده ایالات له اوکراین سره د معدني موادو د تړون لاسلیک کولو ته نږدې دی.
ټرمپ وویل"زه فکر کوم چې موږ ډېر نژدې شوي یو. فکر کوم چې اوکراین هم دا غواړي. دا یوه مهمه موافقه او لویه معامله ده."
ډونالډ ټرمپ هڅه کوي چې په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه معامله وکړي او تیره اونۍ یې له پوتین او زیلینسکي سره جلا جلا ټلفوني خبرې وکړې.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د جمعې په ماښام په یوه وینا کې، د کانونو تړون ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دی د عادلانه پایلو هیله لري. هغه زیاته کړه "دا داسې یو تړون دی چې کولی شي زموږ اړیکو ته ارزښت ورکړي. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې جزئیات یې داسې تنظیم شي چې د کار وړ وي."
زیلینسکي دا څرګندونې دوه ورځې وروسته له هغه وکړې چې ټرمپ سختې نیوکې پرې وکړې. هغه زیلینسکي یو "دیکتاتور" وباله او خبرداری یې ورکړ چې که سمدستي اقدام ونه کړي، نو خپل هیواد به له لاسه ورکړي.
زیلینسکي وايي اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره واضح وړاندیزونه لري.
ولسمشر زیلینسکي د جمعې د ماښام په وینا کې وویل چې د فبروري په ۲۱مه یې د څو اروپایي هیوادونو له مشرانو سره ټلفوني خبرې کړې دي.
هغه د جرمني، پولنډ، سویډن، چک جمهوریت، لوګزامبورګ، سلووینیا او کرویشیا له مشرانو سره له ټلفوني خبرو وروسته وویل "اروپا باید او کولی شي ډیر څه وکړي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې رښتینې سوله راشي."
زیلینسکي زیاته کړه چې له روسیې سره د جګړې پای ته رسول ممکن دي ځکه اوکراین او اروپايي شریکان یې "واضح وړاندیزونه" لري.
زیلینسکي یادونه وکړه چې"په دې اساس، موږ کولی شو د اروپایی ستراتیژۍ پلي کول یقیني کړو، او مهمه ده چې دا کار له متحده ایالاتو سره په ګډه ترسره شي."
رپورټ: ازادۍ راډیو