د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتخاباتي کمېشن: ۱۴۵ کسانو د سېنېټ ۴۸ څوکیو لپاره د نوماندۍ اسناد جمع کړي دي


په اسلام اباد کې د قامي اسمبلۍ او سېنېټ د ودانیو یو پخوانی انځور.
په اسلام اباد کې د قامي اسمبلۍ او سېنېټ د ودانیو یو پخوانی انځور.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن وايي چې په سېنېټ کې د څلور واړه صوبو او اسلام اباد ۴۸ څوکیو لپاره ټولو ۱۴۵ کسانو د نوماندۍ اسناد جمع کړي دي.

په خیبر پښتونخوا کې د کمېشن ویاند سهېل احمد مشال راډیو ته وویل چې د مارچ ۱۶مه د نوماندۍ اسنادو داخلولو وروستۍ نېټه وه.

په نوماندانو کې یوشمېر مخکښ سیاستوالان لکه پخوانی لنډمهالی وزیراعظم انوار الحق کاکړ، د کورنیو چارو وفاقي وزیر سید محسن نقوي، د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، د اوبو زېرمو چارو پخوانی وزیر فیصل واوډا، د اطلاعاتو پخوانی وزیر پروېز رشید، د عوامي نیشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر اېمل ولي خان، د مجلس وحدت مسلمین مشر راجا ناصر عباس، د بین المذاهب همغږۍ چارو پخوانی وزیر نور الحق قادري، نومیالی وکیل او د خیبر پښتونخوا پخوانی لوی څارنوال قاضي محمد انور او د تحریک انصاف مخکښه سیاستوالان ډاکتره یاسمین راشد، مراد سعید، فیصل جاوېد خان، اعظم سواتی، عایشه بانو، زلفي بخاری او حامد خان شامل دي.

د پاکستان د سېنېټ نیمايي یعنې ۴۸ څوکۍ د مارچ پر ۱۱مه د استازو د شپږ کلنې دندې تر پوره کېدو وروسته خالي شوې دي.

ټاکل شوې چې د هغو څوکیو ډکولو لپاره د اپرېل پر دویمه نېټه په قامي او ټولو صوبو اسمبلیو کې انتخابات وشي. په پاکستان کې هر درې کاله وروسته د سېنېټ انتخابات کېږي.

له ۲۰۲۴ز کال څخه د پاکستان سېنېټ ټول ۹۶ غړي لري چې ورڅخه یې هره صوبه ۱۴ عمومي څوکۍ او نهه ځانګړې څوکۍ لري. د ایین له مخې، هره صوبه د څلورو پوهانو یا د خپلو څانګو متخصصانو، چې ټېکنوکراټان بلل کېږي، او دیني عالمانو، څلور د ښځو او یو مذهبي لږکي څوکۍ لري.

له دې پرته وفاقي پلازمېنه اسلام اباد دوه عمومي او یو د ټېکنوکراټ او یو د ښځو ځانګړې څوکۍ لري.

پخوا قبایلي سیمو هم په سېنېټ کې څوکۍ لرلې خو په ۲۰۱۸ز کال کې چې هغه ضلعې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې نو په تدریجي ډول یې څوکۍ کمې او له ۲۰۲۴ز کال څخه په بشپړ ډول ختمې شوې.

د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) مشر ګوهر علي خان د مارچ پر ۱۶مه د راولپېنډۍ په اډیالې زندان کې د ګوند له بنسټګر عمران خان سره تر لیدو وروسته خبریالانو ته وویل چې هغه د سېنېټ انتخاباتو لپاره ټول نوماندان تایید کړل.

تر دې وروسته تحریک انصاف ګوند پر اېکس پاڼه د سېنېټ انتخاباتو لپاره د نوماندانو وروستی نوملړ خپور کړی دی.

د انتخاباتي کمېشن د خیبر پښتونخوا څانګې ویاند سهېل احمد مشال راډیو ته وویل چې هغه خپلواکه اداره به د نوماندانو اسناد ارزوي او وروستی نوملړ به یې د مارچ پر ۲۷مه خپروي.

دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر ۱۴مه د سېنېټ د شپږو څوکیو ډکولو لپاره ضمني انتخابات وشول چې ورڅخه یې څلور پیپلز ګوند، یوه مسلم لیګ (ن) او یوه جمعیت علمای اسلام (ف) وګټله.

د پاکستان د سېنېټ هغه څوکۍ د ایین د ۲۲۳مې مادې یا دفعې له مخې خالي شوې دي ځکه چې اساسي قانون یو کس ته په یو وخت کې یوازې د قامي یا صوبايي اسمبلۍ او یا هم د سېنېټ د غړیتوب اجازه ورکوي.

همدا لامل دی چې هغو سیاستوالانو د فبرورۍ پر اتمه د قامي یا صوبايي اسمبلیو د څوکیو تر ګټلو وروسته د سېنېټ غړیتوب پرېښی وو.

XS
SM
MD
LG