د لاسرسي ځای

تازه خبر

متقي د ترهګرو له نوملړه د طالبانو پر ایستلو د روسیې د سترې محکمې پرېکړه ستایلې


په کابل کې د روسیې سفر دېمېتري ژېرنوف (کیڼ لوري ته) د اپرېل پر ۱۷مه د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره ولیدل.
په کابل کې د روسیې سفر دېمېتري ژېرنوف (کیڼ لوري ته) د اپرېل پر ۱۷مه د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره ولیدل.

د طالبانو حکومت د ترهګرو له نوملړه د هغوی د ډلې پر ایستلو د روسیې د سترې محکمې (سپریم کورټ) اقدام هرکلی کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي دي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د اپرېل ۱۷مه په کابل کې د روسیې له سفیر دېمېتري ژېرنوف سره ولیدل.

بیان وايي، ژېرنوف متقي ته د روسیې د "سترې محکمې تصمیم ابلاغ" کړ او دا یې "د روسیې او افغانستان ترمینځ په اقتصادي او سیاسی برخه کې د اړیکو د پرمختګ لپاره یوه تاریخي پرېکړه یاده کړه.‌"

بیان زیاتوي چې متقي د روسیې سفیر ته وویل چې له دې اقدام سره د مسکو او د طالبانو د حکومت ترمینځ "د لا زیاتو سیاسي او اقتصادي همکاریو" مخې ته "یواځینی پاتې خنډ" هم ختم شوی دی.

د روسیې دولتي خبري اژانسونه وايي، سترې محکمې د اپرېل پر ۱۷مه اعلان وکړ چې طالبان یې د ترهګرو ډلو له نوملړه ایستلي دي.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس دا پرېکړه د طالبانو لپاره د ډېپلوماټیکې بریا په نوم یاده کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د لویې څارنوالۍ دفتر د مارچ پر ۳۱مه له سپريم کورټه غوښتنه کړې وه چې طالبان دې د بندیزونو له نوملړه وباسي. تر دې څو ورځې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو په یو لیک کې له ولسمشر ولادیمیر پوتینه غوښتي ول چې طالبان دې د روسیې د ترهکرو ډلو له نوملړه وباسي.

پوتين د ۲۰۲۴ز کال په جولای کې ويلي ول چې په افغانستان کې د "طالبانو غورځنګ یا تحریک" د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې يو اتحادي ګڼي.

مسکو طالبان په ۲۰۰۳ز کال کې د خپل هېواد د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړل چې له مخې یې، له هغوی سره هر ډول اړیکه د روسیې د قانون له مخې د سزا وړ وګرځېده.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان واکمن شول. تر هغې وروسته ورسره روسیه په کرار کرار اړیکې جوړوي.

د نړۍ هېڅ هېواد لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی البته د مسکو په شمول یې په ځینو پلازمېنو کې سفیران منل شوي دي.

طالب چارواکي هڅه کوي چې هېوادونه یې پر رسمیت وپیژني خو حکومت يې په افغانستان کې د نجونو او مېرمنو پر تعليم او کار د بنديز له امله د نړيوالو له نيوکو او فشارونو سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG