په پېښور کې پر احتجاج ناست د کورمې د بګن خلک وايي، حکومت ورسره کړې ژمنې نه دي پوره کړې.
د بګن بازار د دوکاندارانو او اوسېدونکو د پرلت یو ګډونوال حاجي جمیل د مارچ پر ۱۴مه ناوخته مشال راډیو ته وویل، له حکومته غواړي چې دوی ته د رسېدلي تاوان ازاله دې وکړي. ده وویل، د فرقه ییزو نښتو پرمهال د بګن پر بازار د شوي یرغل پرمهال یې دوه داسې مارکېټونه لوټ شوي او سوځول شوي وو چې درې چته وو. د هغه په وینا، د ټول بازار متاثره شویو خلکو ته دې تاوان ورکړل شي.
د ملک نورالدین په نامه یو بل تن مشال راډیو ته وویل چې د هغه هم پر هغه مهال څلور دوکانونه سوځول شوي وو او حکومت یې تر اوسه هیڅ پوښتنه نه ده کړې.
دا له هغه وروسته ده چې د ۲۰۲۴م د نومبر په پای کې په کورمه کې د فرقه ییزو نښتو پرمهال د ځايي خلکو په وینا، بلواګرو د بګن بازار سوځولی او لوټ کړی وو.
هغه مهال د خیبر پښتونخوا حکومت اعلان کړی وو چې د بګن په ګډون به په ټوله کورمه کې د رسېدلي زیان سروې او له متاثرینو سره به مرستې کوي.