د خیبرپښتونخوا د بونېر په امبېلې کې د پولیسو پر ګاډي چاودنې څلور سرتېري ژوبل کړي دي.
د بونېر د توتالۍ سیمې د پولیسو یو مشر (ډي اېس پي) مشرف خان مشال راډیو ته وویل چې د پولیسو ګاډی د اکتوبر پر ۱۶مه سهار ګزمه روان وو چې د سړک تر غاړې د ښخ بم چاودنې ښکار شو.
نوموړی زياتوي چې په چاودنه کې د امبېلې د پوستې د مشر په ګډون څلور پوليس سرتېري ژوبل شول.
د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) او پوليسو ژوبل سرتېري روغتون ته لېږدولي دي.
پوليس چارواکي وايي چې په ژوبلو کې د يوه پوليس سرتېري روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی.
د چاودني ذمه واري لا چا نه ده منلې.
په وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې پر پوليسو بريدونه زيات شوي دي. د اکتوبر پر ۱۴مه په بنو کې د پوليسو پر مرکز په وسلوال بريد او نښته کې د پينځو وسلوالو تر څنګ څلور پوليس وژل شوي او څلور ژوبل شوي ول. د هغه بريد مسووليت هم چا نه وو منلی.
د اکتوبر په لومړيو کې د خيبر پښتونخوا د پولیسو د ترهګرۍ ضد ادارې (کاونټر ټېررېزم ډېپارټمنټ یا سي ټي ډي) په خپل راپور کې ويلي ول چې په روان ۲۰۲۴ز کال کې په هغه صوبه کې پر پوليسو ۲۲۸ بريدونه شوي چې پکې ۱۰۶ پوليس وژل شوي او له ۱۷۰ زيات ژوبل شوي دي.
د پاکستان حکومت او پوځ په بیا بیا ویلي چې په سیمه کې د امن پر ځای کولو لپاره يې د وسلوالو پرضد هدفي کاروايانو ته دوام ورکړی دی.