په افغانستان کې د طالبانو حکومت ويلي چې په تېرو درو کلونو کې يې په خپله واکمنۍ کې دهېواد په بېلابېلو سيمو کې ۲۳۰۰۰ مدرسې جوړې کړې دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې، د افغانستان ملي ټيليويژن د تعليم وزارت د شمېرو په اساس، د مې پر ۱۱مه په يو راپور کې وويل چې په هغو مدرسو کې ۳ لاکه زده کوونکي درس وايي. په راپور کې راغلي چې د طالبانو حکومت په بېلابېلو ولايتونو کې ۲۶۹ ښوونځي هم جوړ کړي دي. په دې حساب، طالبانو د هر يو ښوونځي په بدل کې ۸۵ مدرسې جوړې کړې دي.
د طالبانو د حکومت د تعليم وزارت ويلي چې په مدرسو کې په زده کړو بوختو زده کوونکو کې له ۹۱۰۰۰ زیاتې نجونې دي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند کړي دي.
په داسې حال کې د طالبانو حکومت چارواکي په بیا بیا وايي چې د نجونو د تعليم لپاره چوکاټ نه دی جوړ،د مدرسو د زده کوونکو لپاره یې د اوسېدو بندوبست کړی دی. د تعليم وزارت ويلي چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله د ځانګړي فرمان له مخې یې په بېلابېلو ولایتونو کې ۴۲۰ لیلیې (د زده کوونکو د اوسېدو ځایونه یا هاسټلونه) هم جوړې شوي چې اوس مهال په کې تر شلو زرو زیات طالبان اوسېږي.
ځينې افغان زده کوونکې د ښوونځيوو په پرتله مدرسو ته ډيره توجو کول، د افغانستان د پرمختګ سره دښمني بولي. په کابل کې د لسم ټولګې یوه زده کوونکې چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو د حکومت تر پيل وروسته، له تعليمه بې برخې شوې ده وايي د طالبانو لخوا مدرسې ډېرول او د ښوونځيوو بندولو ډېره خفه کړې ده.
هغه چې د امنيت لپاره یې نوم نه اخلو، وايي: "په هر ولایت کې لسګونه مدرسې جوړې شوي دي خو د نجونو په زده کړو د بندیز د پای ته رسېدو لپاره هېڅ هڅه نه ده شوې. دا سمه ده چې دیني زده کړو ته اړتیا شته خو د دې ترڅنګ باید عصري علومو ته هم زیاته پاملرنه وکړي او نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي ځکه افغانستان باید پرمختګ وکړي، نه شاتګ."
تر دې وړاندې، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچرډ بېنيټویلي وو چې د طالبانو هغه پالېسۍ چې د زده کړو پام یې په مدرسو او دیني زده کړو محدود وي، کولای شي د سخدريځو افکارو بنسټ کېږدي. هغه زیاته کړې وه، دا به نه یوازې افغان ماشومان په پراخه کچه له مهارتونو او د پوهې بېبرخې کولو له خطر سره مخ کړي، بلکې کېدای شي د بېکارۍ او بېوزلۍ سره یوځای، د سختدريځۍ لپاره ښه زمینه برابره کړي چې د کورنۍ ترهګرۍ، سیمهییزې او نړیوالې بېثباتۍ خطر لا زیاتوي.
نړيوالو او په افغانستان کې د بشري حقونو فعالانو د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د نجونو ښوونځي خلاص او پر ښځو د کار بندیز ليرې کړي. ملګري ملتونو په بيا بیا ويلي چې له ښځو سره د طالبانو تعصب افغانستان شاته بیايي او د ټولنې اقتصاد کمزوری کوي. خو د طالبانو حکومت تر اوسه د نړيوالې ټولې، افغان ښځو او زده کوونکو غوښتنې نه دي منلې.