د ((ټولنه او سختدريځي)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست
که څه هم د سختدريځۍ پديده په دا تېرو څو کلونو کې ډېره عام شوې خو دا ډېره زړه سابقه لري. د مشال راډیو اوونيزې خپرونې ((ټولنه او سختدريځي)) په دې برخه کې د سختدريځۍ پر تاريخ بحث شوی دی. دا چې سختدريځي کله او څنګه پېل شوه او پر دې مهال څه ډول پېښې رامنځ ته شوې؟ په روانه خپرونه کې يې تفصيل اورېدلای شئ.
دا خپرونه احمد شاه اعظمي وړاندې کوي.
خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
-
احمد شاه اعظمي
احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي او د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده.