د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د شنګهای همکارۍ سازمان د سرمشريزې لپاره اسلام اباد کې د پوځ ګومارلو منظوري ورکړې


د اسلام اباد په حساسه سيمه (رېډ زون) کې د پاکستان پوځيان ګزمه کوي ـ پخوانی انځور
د اسلام اباد په حساسه سيمه (رېډ زون) کې د پاکستان پوځيان ګزمه کوي ـ پخوانی انځور

د پاکستان حکومت د شانګهای همکارۍ سازمان د راتلونکې سرمشریزې پر مهال په سرښار اسلام اباد کې د امنيت ډاډمن کولو لپاره د پوځ د ګومارلو منظوري ورکړې ده.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د اکتوبر پر څلورمه په خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې "لازم شمېر" پوځيان به د اکتوبر له پينځمې څخه د اکتوبر تر ۱۷مې پورې په اسلام اباد کې ځای پر ځای کېږي ترڅو د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشريزې پر مهال امنيت او نظم وساتي.

ټاکل شوې ده چې د شانګهای همکارۍ سازمان ۲۳مه سرمشريزه به د اکتوبر پر ۱۵مه او ۱۶مه په اسلام اباد کې وشي.

شانګهای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ز کال کې جوړ شو چې اته غړي لري. چين، روسیه، قرغيزستان، قازقستان، تاجکستان او ازبکستان د هغه سازمان باني غړي دي خو پاکستان او هند یې په ۲۰۱۷ز کال کې غړيتوب تر لاسه کړ.

هغه سازمان د سیمې د سياست، امنيت او اقتصاد په برخو کې کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې نن (د اکتوبر پر څلورمه) پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د خپل زنداني رهبر عمران خان د خوشې کولو او "د عدلیې د ازادۍ" لپاره د اسلام اباد په جمهوریت څلورلاره یا ډي چوک کې احتجاجي مظاهره وکړه.

پر دې مهال انتظامیې سرښار ته تلونکې يوشمېر لارې تړلې دي او په بېلابېلو ځایونو کې یې کانټینرونه درولي ول.

د پي ټي ای مشران وايي چې د اسلام اباد پوليسو د احتجاج پر مهال د هغوی لسګونه پلويان نيولي دي چې د عمران خان دوې خويندې هم پکې شاملې دي.

XS
SM
MD
LG