د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسلام اباد کې يو ماشوم ګوزڼ وهلی دی


په پېښور کې يوه روغتيايي کارکوونکې ماشوم ته د پوليو ناروغۍ ضد څاڅکي ورکوي ـ انځور له ارشيفه
په پېښور کې يوه روغتيايي کارکوونکې ماشوم ته د پوليو ناروغۍ ضد څاڅکي ورکوي ـ انځور له ارشيفه

په اسلام اباد کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی دی چې ورسره په پاکستان کې سږ کال د پولیو پېښو شمېر ۱۷ ته لوړ شوی دی.

د پولیو مخنیوي پروګرام د سېپټېمبر پر شپږمه په بیان کې ویلي دي چې هغه اته کلن ماشوم د اسلام اباد د څلورم يونين کونسل اوسېدونکی دی. چارواکي زياتوي چې په اسلام اباد د پولیو پېښه شاوخوا ۱۶ کاله وروسته مخې ته راغلې ده.

د پاکستان د روغتيا ملي ادارې ويلي چې په جون مياشت کې يې د اسلام اباد او راولپېنډۍ د چاپېریال په نمونو کې د پولیو وايرس موندلی وو.

تر دې وړاندې، د اګست پر ۲۲مه د سيند په حيدراباد کې شاوخوا دوه نيم کلنه ماشومه ګوزڼ وهلې وه.

تر هغه وړاندې، د اګست پر ۲۰مه د بلوچستان په خاران سیمه کې یوه ماشومه تر ګوزڼ وهلو وروسته مړه شوې وه.

په اسلام اباد کې د ګوزڼ له تازه پېښې وروسته په پاکستان کې سږ کال تر اوسه د پوليو پېښو شمېر ۱۷ ته رسېدلی دی. تر دې وړاندې په بلوچستان کې د پوليو ۱۲، په سيند کې درې او په پنجاب کې يوه پېښه ثبت شوې وه.

په پاکستان کې تېر ۲۰۲۳ز کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام چارواکي وايي چې د هغې وایرسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره په سېپټېمبر، اکتوبر او نومبر کې له افغانستان سره یو ځای واکسیني کیمپېنونه ترسره کوي.

د روغتیا ملي اداره وايي چې په جولای کې یې د بلوچستان په ۱۶ ضلعو، د سیند د کراچۍ په شرقي ضلعې او ملیر او د پنجاب په راولپېنډۍ، لاهور او ګوجراوالا کې په ناپاکو اوبو کې د پولیو وایرس موندلی وو.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.

د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.

روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري. دوی زیاتوي چې د دې لپاره اړینه ده چې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان باید هر ځل د کیمپېن پر مهال واکسین شي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی.

XS
SM
MD
LG