د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ: قوانين د ډيجيټل ترهګرۍ په مخنيوي کې ناکامه شوي دي


د پاکستان پوځ ویاند لېفټنینټ جنرال احمد شریف
د پاکستان پوځ ویاند لېفټنینټ جنرال احمد شریف

د پاکستان پوځ ویاند لېفټنینټ جنرال احمد شریف دعوه کړې چې د ملک قوانين د "ډیجیټل ترهګرۍ" پر وړاندې موثره کار نه کوي.

نوموړي د اګست پر پنځمه په روالپنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل: "له بده مرغه اوس هم په ټولنیزه رسنیو درواغ او ګنګوسې لیدل کېږي چې د ولس ذهنونه ګډوډوي." نوموړي زیاته کړې چې د پاکستان پوځ دا موضوع ډیره جدي اخیستې ده.

شريف تور پورې کړ چې پر انټرنيټ د پوځ د بدنامولو لپاره ليکنې کېږي. هغه دا کار انټرنيټي یا ډيجيټل ترهګري وبلله او زیاته یې کړه چې د پاکستان ايين هر چا ته د بیان ازادي ورکوي، خو د ترهګرۍ کولو ازادي نه شته. د شريف په خبره، که هر څوک پر انټرنيټ د امنيتي ځواکونو ضد خلک پاروي او په ولس کې وېره خپروي، هغه "ترهګر" دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د روان ۲۰۲۴ کال د فرورۍ له مياشتې راهیسې د عامو خلکو لپاره، پر اېکس پاڼه (پخواني ټويټر) بندیز لګولی دی. خو حکومت او پوځ یې بیا هم استعمالوي. احمد شريف د خپلې خبري غونډې په وخت ونه ويل چې که ټولنيزې رسنۍ ډېرې بدي دي، نو دوی يې په خپله ولې استعمالوي.

ناامني او عمليات

د پاکستان پوځ ویاند د ناامنيوو په اړه وويل چې کوښښ کوي د وسله والو زور ختم کړي. هغه د خبري غونډې په وخت وويل چې پوځ د پولیسو سره په شريکه، د روان ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې د ملک په بېلابېلو برخو کې درويشت زره او شپږ سوه دوه ویشت (۲۳۶۲۲) پوځي کاروایانې او عملیات کړي دي.

د هغه په وينا د دې عملياتو پر مهال ۱۳۹ پوځيان وژل شوي دي. خو هغه دعوه وکړو چې له سلو زیات وسله وال یې هم وژلي دي. نوموړي زیاته کړه چې د عملياتو په وخت د وسله والو پټنځایونه په نښه شوي او ځيني نيول شوي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جون پر ۲۲مه د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ د لوړپوړې کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د "ترهګرۍ او سختدريځۍ" پرضد به د "عزم استحکام" په نوم عملیات کوي. تر هغې وروسته اکثرو حکومت مخالفه ګوندونو او قبايلي مشرانو د عملیاتو مخالفت وکړ او دا يې د ولس په زيان وبلل.

د عملیاتو د اعلان پر ضد په پېښور، سوات، خیبر، اورکزیو، وزیرستانونو او د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې احتجاجونه شوي دي. خو د جون پر ۲۴مه د وزيراعظم دفتر په یو بیان کې وويل چې نوي عمليات د پخوانيو په څېر نه دي او دا ځل به پر دومره پراخ کچ جنګ نه کېږي چې خلک بې کوره شي.

پر تحريک انصاف نیوکې

احمد شریف د خبري غونډې په وخت د رسنيوو هغه راپورونه رد کړل چې پکې ويل شوي وو تحريک انصاف او پوځ يو جوړجاړي ته د رسېدلو لپاره مذاکرات کول غواړي. هغه د تېر په څېر يو‌ځل بیا د ۲۰۲۳ کال د نهمې مې مظاهرو په اړه وویل چې په دې لړ کې د پوځ په دریځ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او نه به کله راشي. پر دغه ورځ، د تحریک انصاف غړو د خپل مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان تر نیول کېدو وروسته مظاهرې کړې وي.

په دې مظاهرو کې سرکاري او پوځي ودانیو ته زیان رسېدلی وو. که څه هم تحریک انصاف ګوند وايي چې دا کار د دوی کسانو نه دی کړی او پکې د استخباراتي ادارې د اهلکارانو لاس وو خو پوځ ټينګار کړی چې د مظاهرو مشري کوونکيو او ويجاړيو کې ککړو کسانو ته به خامخا سزا ورکول کېږي.

د پاکستان حکومت د عمران خان په شمول د تحريک انصاف (پي ټي ای) ګڼ مشران نيولي‌دي او‌پر دوی د عامه نظم د ګډوډۍ تر څنګ ګڼ نور تورونه لګولي‌ دي. دغه ګوند د پوځ د ویاند تازه څرګندونو ته څه غبرګون نه دی ښوولی خو د اګست پر پينځمه یې مشرانوپه صوابۍ کې په جلسه کې وويل چې ټول ګرفتار غړي‌یې بايد سمدستي خوشې شي. د دې ګوند مشرانو يو ځل بیا غوښتنه کړې چې پوځ باید په سياست کې مداخله ونه کړي او د امنيت ساتلو دندې ته پام وکړي.

XS
SM
MD
LG