د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنو پرلتوال وايي د "ښو او بدو طالبانو" ترمنځ د توپير نه کولو تر څنګ یې ۱۲ غوښتنې حکومت ته سپارلي دي


په بنو کې د جولای پر ۱۹مه مظاهره
په بنو کې د جولای پر ۱۹مه مظاهره

د بنو پرلت مشران وايي حکومت ته یې خپلې ۱۲ غوښتنې وړاندې کړې او هيله لري‌ چې پوره شي.

د بنو د سوداګرو اتحادیې یو مشر او د پرلت منتظم ناصر خان بنګش بېګا مشال راډیو ته وویل چې د جولايي پر ۲۲مه یې دا غوښتنې په پېښور کې د صوبې وزیراعلی علي امین ګڼداپور او نورو چارواکو ته وړاندې کړې دي. هغه وویل چې وزیراعلی ورڅخه د پنځو کسانو نومونه اخیستي چې د جولايي پر ۲۵مه به د ایپکس کمېټۍ په غونډه کې ګډون کوي. بنګش زیاته کړه په هغه غونډه کې د دې غوښتنو منظورولو ژمنه ورسره شوې ده او له هغه وروسته به وزیراعلی بنو ته ورځي.

د جولای پر ۱۹مه، پيل شوي پرلت یو بل مخکښ غلام قیباز بېګا له دې غوښتنو څخه ځینې یادې کړې او وي ويل: "موږ پر دې خاوره امن غواړو، ښه او بد وسله وال نه غواړو. پولیسو ته دې واک ورکړل شي. پوځ دې پر کورونو چاپې نه وهي." نوموړي زیاته کړه چې دا ټولې غوښتنې بايد پوره کړل شي.

په دې پرلت کې د بېلابېلو ګوندونو غړي او د بشري حقونو فعالان ناست دي. د بنو د جرګې يو غړي او د خیبرپښتونخوا د صحت وزير، پښتونيار خان پر خپل فیسبوک ليکلي چې وزیراعلی ته یې د خلکو دا غوښتنه هم کېښوده چې عزم استحکام عمليات نه غواړي او ریاست دې "د ښو او بدو طالبانو" ترمنځ توپير نه ساتي. د نوموړي په وينا وزيراعلی پرېکړه کړې چې په دې اړه به د ټولو اړوندو ادارو سره د جولای پر ۲۴مه غونډه کوي.

په پاکستان کې له څه د پاسه یوې نیمې لسیزې راهیسې د ښه او بدو طالبانو اصطلاح کارېږي. هغه وسلوال طالبان چې په افغانستان کې به یې پخوا د نړیوالو ځواکونو او د جمهوري حکومت پر ضد بریدونه کول اصطلاحاً "ښه طالبان" بلل کېدل او چې په پاکستان کې حملې کوي، د "بدو طالبانو" په نوم یادېږي. خو د پاکستان حکومت او پوځ په تېرو کلونو کې رد کړې او زیاتوي چې بې له توپیره یې د وسله والو ډلو ضد "بریالي" عملیات کړي دي.

د پاکستاني پوځ ویاند لېفټينېڼټ جنرل احمد شريف د جولای پر ۲۲مه په راولپينډۍ کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې "عزم استحکام عمليات" ډير زیات ضروري دي خو دا به يوازې پوځي کاروايي نه وي بلکې ګڼ اړخونه لري". هغه زیاته کړه چې پوځ د هېڅ‌ وسله والې ډلې په وړاندې توپيري چلند نه کوي او هوډ لري چې امنيت راولي.

خو د بنو پرلتوالو سربیره، ګڼو نورو سیاسي ګوندونو هم د ترهګرۍ پر ضد پوځي عملياتو په اړه شکونه څرګند کړي دي. حکومت مخالفه ګوندونو او قبايلي مشرانو ويلي چې پخوانيوو تجربو ته په کتلو سره، د عملیاتو مخالفت کوي او دا يې د ولس په زيان بللي دي. د عملیاتو د اعلان پر ضد په پېښور، سوات، خیبر، اورکزیو، وزیرستانونو او د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې احتجاجونه شوي دي.

د جون پر ۲۴مه د وزيراعظم دفتر په یو بیان کې وويل چې نوي عمليات د پخوانيو په څېر نه دي او دا ځل به پر دومره پراخ کچ جنګ نه کېږي چې خلک بې کوره شي. خو دې وضاحت خلک نه دي‌ مطميين کړي.

د بنو پرلت مشران وايي پخوا هم داسې وعدې شوې وي خو پوره شوې نه دي.‌ دوی وايي د ترهګرۍ پر ضد سم او بشپړ کار غواړي. پرلتوالو هوډ ښوولی چې تر څو یې غوښتنې نه وي‌منل شوي، احتجاج نه ختموي. دا پرلت د جولايي پر ۱۹مه له هغه وروسته پیل شو چې د پرلتوالو په وینا، پوځ یې پر سوله ییز احتجاج ډزې وکړې چې یو تن پکې ووژل شو او ۲۷ نور ټپیان شو.

د پاکستان پوځ تور پورې کړی چې په بنو کې مظاهره چيانو د امنيتي ځواکونو پر ضد شعارونو او کاڼو ورولو سره سرتيري پارولي وو. د پوځ وياند میجر جنرال احمد شريف د جولای پر ۲۲مه په پينډۍ کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې پوځ د لارښوونو سره سم ځواب ورکړی دی. خو د بنو پرلتوال دا نه مني. صوبايي حکومت غوښتنه کړې چې د دې ‌ډزو د پلټنو لپاره دې يو عدالتي کمېشن جوړ شي.

XS
SM
MD
LG