د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، نور به د وسله والو ضد عملیاتو مشري‌ پولیس کوي‌


صوبايي‌ حکومت وايي، د پولیسو د وړتیاوو زیاتولو او ورته د وسلو او نورو سامانونو ورکولو لپاره څه باندې درې اربه روپۍ بېلوي.
صوبايي‌ حکومت وايي، د پولیسو د وړتیاوو زیاتولو او ورته د وسلو او نورو سامانونو ورکولو لپاره څه باندې درې اربه روپۍ بېلوي.

د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر په مشرۍ د لوړپوړو حکومتي او امنیتي چارواکو کمېټۍ ویلي دي چې د صوبې پولیس او د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګه به نور د وسلوالو پرضد د کاروایانو مشري کوي او پوځ به یې ملاتړ کوي.

د اعلاوزیر د اطلاعاتي چارو سلاکار محمد علي سیف د جولايي پر ۲۵مه ناوخته په پېښور کې خبري غونډې ته وویل چې د اپېکس کمېټۍ په غونډه کې د بنو د پرلت استازي هم موجود ول.

نوموړي مشال راډیو ته وویل، حکومت د پولیسو د وړتیاوو زیاتولو او ورته د وسلو او نورو سامانونو ورکولو لپاره څه باندې درې اربه روپۍ بېلوي.

ده وویل، "په خیبر پښتونخوا کې چې د ترهګرو خلاف څومره کاروایۍ کېږي، په هغو کې به پولیس او سي ټي ډي مخکې وي او پوځ به یې شا ته ولاړ وي. وزیراعلا صاحب د سي ټي ډي او پولیسو د [وړتیاوو] زیاتولو، ورته د نویو وسلو ورکولو، د سامانونو، مرمۍ ضد واسکټون او د ښه او مرمۍ ضد ګاډو ورکولو لپاره درې اربه او ۳۰ کروړه روپۍ وټاکلې."

په بنو کې د جولايي له ۱۹مې د روان پرلت مشران وايي، تر هغه وخته به ناست وي چې حکومت یې غوښتنې نه وي منلې. خو د خیبر پښتونخوا حکومت ویاند محمد علي سیف وویل چې اپېکس کمېټۍ پرېکړه کړې چې د وسلوالو ډلو پرضد به بې له توپیره اقدامات کېږي.

د ده په وینا، حکومت له های کورټه د بنو لاریون پر مهال د ډزو پېښې د عدالتي پلټنو غوښتنه کوي. سیف زیاته کړه چې اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د جولايي پر ۲۶مه په بنو کې پرلتوال له حکومتي فیصلو خبروي.

د ایپکس کمیټۍ په غونډه کي موجود د بنو د تاجرانو د خوني مشر ناصر خان بنګش مشال راډ‌یو ته وویل چې د ایپکس کمیټۍ په غونده کي د بنو د احتجاج کوونکو مهمې غوښتنې منل شوې دي او پکار ده چې اوس عمل ورباندې وشي.

دا له هغه وروسته ده چې نوموړي د جولايي پر ۲۲مه مشال راډیو ته ویلي وو چې ۱۲ غوښتنې یې په پېښور کې د صوبې وزیراعلی علي امین ګڼداپور او نورو چارواکو ته وړاندې کړې دي.

هغه ویلي وو چې اعلا وزیر ورڅخه د پنځو کسانو نومونه اخیستي چې د جولايي پر ۲۵مه د ایپکس کمېټۍ په غونډه کې ورسره ګډون وکړي.

په پاکستان کې له څه د پاسه یوې نیمې لسیزې راهیسې د ښه او بدو طالبانو اصطلاح کارېږي. هغه وسلوال طالبان چې په افغانستان کې به یې پخوا د نړیوالو ځواکونو او د جمهوري حکومت پر ضد بریدونه کول اصطلاحاً "ښه طالبان" بلل کېدل او چې په پاکستان کې حملې کوي، د "بدو طالبانو" په نوم یادېږي.

خو د پاکستان حکومت او پوځ په تېرو کلونو کې رد کړې او زیاتوي چې بې له توپیره یې د وسله والو ډلو ضد "بریالي" عملیات کړي دي.

د پاکستاني پوځ ویاند لېفټينېڼټ جنرل احمد شريف د جولای پر ۲۲مه په راولپينډۍ کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې "عزم استحکام عمليات" ډير زیات ضروري دي خو دا به يوازې پوځي کاروايي نه وي بلکې ګڼ اړخونه لري".

هغه زیاته کړه چې پوځ د هېڅ‌ وسله والې ډلې په وړاندې توپيري چلند نه کوي او هوډ لري چې امنيت راولي.

خو د بنو پرلتوالو سربیره، ګڼو نورو سیاسي ګوندونو هم د ترهګرۍ پر ضد پوځي عملياتو په اړه شکونه څرګند کړي دي. حکومت مخالفه ګوندونو او قبايلي مشرانو ويلي چې پخوانيوو تجربو ته په کتلو سره، د عملیاتو مخالفت کوي او دا يې د ولس په زيان بللي دي. د عملیاتو د اعلان پر ضد په پېښور، سوات، خیبر، اورکزیو، وزیرستانونو او د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې احتجاجونه شوي دي.

د جون پر ۲۴مه د وزيراعظم دفتر په یو بیان کې وويل چې نوي عمليات د پخوانيو په څېر نه دي او دا ځل به پر دومره پراخ کچ جنګ نه کېږي چې خلک بې کوره شي. خو دې وضاحت خلک نه دي‌ مطميين کړي.

د بنو پرلت مشران وايي پخوا هم داسې وعدې شوې وي خو پوره شوې نه دي.‌ دوی وايي د ترهګرۍ پر ضد سم او بشپړ کار غواړي. پرلتوالو هوډ ښوولی چې تر څو یې غوښتنې نه وي‌منل شوي، احتجاج نه ختموي.

دا پرلت د جولايي پر ۱۹مه له هغه وروسته پیل شو چې د پرلتوالو په وینا، پوځ یې پر سوله ییز احتجاج ډزې وکړې چې یو تن پکې ووژل شو او ۲۷ نور ټپیان شو.

د پاکستان پوځ تور پورې کړی چې په بنو کې مظاهره چيانو د امنيتي ځواکونو پر ضد شعارونو او کاڼو ورولو سره سرتيري پارولي وو. د پوځ وياند میجر جنرال احمد شريف د جولای پر ۲۲مه په پينډۍ کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې پوځ د لارښوونو سره سم ځواب ورکړی دی. خو د بنو پرلتوال دا نه مني. صوبايي حکومت غوښتنه کړې چې د دې ‌ډزو د پلټنو لپاره دې يو عدالتي کمېشن جوړ شي.

XS
SM
MD
LG