د میکسیکو چارواکي وايي، په پلازمېنه کې د ولسمشرې او د نشه يي توکو د کاروباري ډلو د تاوتریخوالي پرضد د احتجاجونو پر مهال په لسګونه کسان ټپي شوي او ۲۰ تنه نیول شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس د ځايي چارواکو په حواله ویلي چې د نومبر پر ۱۵مه زرګونه کسانو په میکسیکو ښار کې د ولسمشرې کلاوډیا شېنبام د حکومتي تګلارې پرضد احتجاج کاوه چې پکې یې له پولیسو سره د اخ و ډب پېښې وشوې چې پکې لږ تر لږه ۱۲۰ تنه ژوبل شول.
اژانس وايي چې په زخمي شویو کې ډېری پولیس دي.
ولسمشره شېنبام چې د ۲۰۲۴ز کال له اکتوبره راهیسې په واک کې ده، د خپلې دندې لومړي کال پر مهال یې کارکردګي ښه ګڼل کېده خو د نشه يي توکو د کاروباري ډلو په لاس د یوشمېر حکومتي چارواکو تر وژنې وروسته یې پر امنیتي تګلاره نیوکې کېږي.
د میکسیکو ښار د امنیتي چارو مشر پابلو وازکوېز ویلي چې ۲۰ کسان یې د غلا او پر یو خبریال د برید په تړاو نیولي دي.
نوموړی زیاتوي چې په ژوبلو کې شاوخوا ۱۰۰ تنه پولیس او نور مظاهرچیان دي.
د فرانسې خبري اژانس وايي، د احتجاج زیاتره ګډونوال ځوانان ول.