د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د بنو پر لاریونوالو د ډزو د پېښې ضد مظاهره شوې ده


کراچۍ کې د بنو پر لاریونوالو د ډزو د پېښې ضد مظاهره شوې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:18 0:00

بېلابېلو سیاسي ګوندونو او د بشري حقونو فعالانو په کراچۍ کې د بنو ولس د ملاتړ لپاره احتجاجي مظاهره وکړه. د جولای پر ۲۱مه، د کراچۍ پریس کلب مخې ته ملي جمهوري غورځنګ، پښتونخوا نيشنل عوامي پارټۍ، عوامي ورکرز پارټۍ او کراچۍ بچاؤ تحریک هغه مظاهره جوړه کړې وه. مظاهره کوونکو په بنو کې د جولای پر ۱۹مه، پر مظاهره کوونکو د ډزو پېښه وغندله او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې د پېښې رڼې پلټنې وکړي او ککړ کسان ونیسي. خیبر پښتونخوا حکومت په بنو کې د لاریون پر ګډونوالو د ډزو په اړه د "رڼو" پلټنو لپاره د کمېشن جوړولو اعلان کړی دی، خو د پاکستان وفاقي حکومت ویلي چې تحریک انصاف ګوند خلک په لاریون کې شریک وو، او د خیبرپښتونخوا حکومت د پېښې د پلټنو هیڅ حق نه لري.ویډیویي رپورټ

XS
SM
MD
LG