د پښتو نامتو لیکوال او محقق همېش خلیل د پېښور د بر تاکال په غریب اباد سیمه کې خاورو ته سپارل شوی دی.
خلیل تر اوږدې ناروغۍ وروسته د جولای پر ۲۱مه په پېښور کې وفات شوی وو.
هغه د ۱۹۳۰ز کې د اپرېل پر ۱۱مه د پېښور په برتاکال کې زېږدلی وو او تر مرګه هلته اوسېده. نوموړي د پېښور اسلامیه کالجيټ سکول څخه لومړنۍ زده کړې وې.
همېش خلیل ګڼ کتابونه او څېړنیز مقالې او لیکنې کړې دي. د هغه ادبي خدماتو ته په کتو لیکوالان هغه ته د یوې ګرځنده اکيډمۍ نوم هم ورکاوه.
همېش خلیل د پښتو لیک، تخلیق او تحقیق پر ډګر ځانګړی مقام درلود. هغه له فیرنګي د ازادۍ اخیستو په تحریک کې برخه هم اخیستې وه. همېش خلیل د باچا خان د تحریک خدای خدمتګار مبارز وو او په دې لار کې په وار وار زندان ته هم تللی وو.
هغه په ۲۰۱۹ز کال کې د مشال راډیو په خپرونه جمهوري غږونه کې د خپل ژوند او زندان کیسه کړې ده چې دلته یې اورېدلای شئ.