د لاسرسي ځای

تازه خبر

مایکل والټڅ: ولسمشر ټرمپ له زېلېنسکي ډېر مایوسه شوی دی


د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایکل والټڅ. (انځور: ارشیف)
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایکل والټڅ. (انځور: ارشیف)

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار وايي، امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ په څرګنده له وولودیمیر زېلېنسکي څخه ډېر مایوسه شوی دی.

مایکل والټڅ د فبرورۍ پر ۲۰مه په سپینه ماڼۍ کې خبري غونډې ته په وینا کې پر اوکرایني ولسمشر ټینګار وکړ چې ژر موافقې ته ورسي او امریکا ته د اوکراین مهمو معدنیاتو ته لاسرسی ورکړي.

نوموړي دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې په تېرو ورځو کې زېلېنسکي او ټرمپ پر یو بل سخت انتقاد وکړ.

ولسمشر ټرمپ هغه یو ((امر یا دېکتاتور)) وباله او و یې ویل چې هغه له روسیې سره جګړه پیل کړه.

د ټرمپ څرګندونو په اوکراین او اروپا کې اندېښنې زېږولې دي او په کانګرس کې د رېپبلېکن ګوند یا جمهوري غوښتونکو ځینو لوړپوړو غړو یې مخالفت کړی دی.

ولسمشر زېلېنسکي تر دې یوه ورځ مخکې هغه وړاندیز رد کړ چې ورسره سم به، د راپورونو له مخې، امریکا ته د اوکراین د نادره عناصرو په ګډون د ۵۰۰ اربه ډالرو معدني شتمنۍ وسپارل شي.

په وړاندیز کې راغلي چې هغه شتمنۍ دې امریکا ته د روسیې د پراخ یرغل، چې راتلونکې اونۍ یې څلور کاله پوره کېږي، پر وړاندې د کییف د دفاع لپاره د واشنګټن د پوځي او مالي ملاتړ د تادیې (ادایګۍ) په توګه ورکړل شي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار والټڅ خبري غونډې ته وویل چې زېلېنسکي "باید د خبرو مېز ته ورستون شي."

زېلېنسکي ویلي دي چې د جګړې پر مهال د امریکا ورکړې مرستې تر هغو خورا کمې وې چې واشنګټن یې غواړي او بل دا چې د امریکا په وړاندیز کې کلک امنیتي ضمانتونه نه دي شامل.

XS
SM
MD
LG