په صوابۍ کې "نړيوالې پښتو ټولنې" د مې پر ۲۱مه د زېدې کلي د پخواني خدايي خدمتګار "عبدالعزیز خان کاکا" د لمسي او د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د يو پخواني مخکښ عبدالرحمان خان لومړی تلين ولمانځه.
د تلين غونډې ويناوالو د پښتنې خاورې په سياست کې د عبدالعزيز خان چې د سیمې خلک یې عبدالعزیز خان کاکا بولي، د هغه د کورنۍ او د باچا خان په مشرۍ د خدايي خدمتګارانو پر مبارزې رڼا واچوله.
عبدالرحمان خان په داسې حال کې چې وجود يې شل وو، څه د پاسه ۳۳ کال يې په ويل چېير کې د عوامي نېشنل ګوند د يوه فعاله غړي په توګه تېر کړل. د هغه کورنې وايي نوموړی د ۸۰مې لسيزې په پای کې د کراچۍ په نېشنل کالج کې د قانون طالب علم او هم هلته له عوامي نېشنل ګوند سره د اړه لرونکو زده کوونکو د سازمان، پښتون سټوډنټس فېډرېشن مشر وو.
د غونډې هدف د سيمې خلکو ته د عبدالرحمن خان او د هغه د کورنۍ سياسي خدمات وريادول او د نوموړي په نوم د “فخر افغان” په نوم يوه جايزه اعلانول وو.عابد خان
د کورنۍ په خبره یې، د ۱۹۹۰ کال د فرورۍ پر شپږمه، د مهاجر قومي موومېنټ زده کوونکو پر عبدالرحمان ډزې وکړې. هغه په ملا ولګېد او شل شو. اېم کيو اېم په دې اړه څه نه دي ويلي. نوموړی د ۲۰۲۳ د مې پر ۱۷مه د ۶۰ کلونو په عمر کې د زېدې کلي په خپل کور کې په حق ورسېد.
د عبدالرحمان خان د لومړي تلين لمانځغونډه د “نړيوالې پښتو ټولنې” په نوم يو تنظيم د مې پر ۲۱مه په زېده کې جوړه کړې وه.
د تنظيم مشر عابد خان د مې پر ۲۲مه مشال راډيو ته وويل چې د غونډې هدف د سيمې خلکو ته د عبدالرحمن خان او د هغه د کورنۍ سياسي خدمات وريادول او د نوموړي په نوم د "فخر افغان" په نوم يوه جايزه اعلانول وو. "نړيواله پښتو ټولنه په ۲۰۰۴ کال کې په اسلام اباد کې جوړه شوه. هدف دا وو چې د پښتو ژبې، تاريخ، کلتور او د پښون وطن د سېلګرۍ له چارو سره پر تړليو موضوعاتو کار وکړو. د مې ۲۱مې غونډه مو په زېده کې د همدې کلي د يوه پېژندلي سياسي مبارز عبدالرحمان خان د اولني تلين په مناسبت جوړه کړه."
نوموړي زیاته کړه چې په غونډه کې شاوخوا ۷۰۰ کسانو ګډون وکړ چې پکې ويناوالو عبدالرحمان خان او د هغه نيکه، خدايي خدمتګار عبدالعزيز خان کاکا ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې کړې. عابد خان وايي چې تر دې مخکې يې هم د پښتني ادب، هنر او سياست يوشمېر پېژندل شويو څهرو ته يې د “فخر افغان” جايزې ورکړې دي.
د عبدالرحمان خان د تلين لمانځغونډې ته د عوامي نېشنل ګوند د خيبر پښتونخوا مشر ميا افتخار حسين او جنرل سېکرټري حسين شاه يوسفزي هم ويناګانې وکړې. يوسفزي په خپلو خبرو کې چې وېډيو يې د دې ګوند پر فېسبوک پاڼه خپره شوې، وويل چې عبدالرحمان خان د خپلې ناروغۍ باوجود د پښتنو په قامي سياست کې مهمه ونډه لرلې ده.
هغه زياته کړه چې دی په هريپور زندان کې له عبدالعزيز خان کاکا او یوشمېر نورو خدايي خدمتګارانو سره يوځای بندي وو او د هغوی خدمت يې کړی دی. "عبدالرحمان زما يو ډول همزولی کشر وو. هغه د خپل خوی په رنګ ښايسته سړی وو. ورباندې تر ډز وروسته يوازې يو څو ورځې يې په هسپتال کې تېرې کړې وې، نورهغه د کال ۱۲ مياشتې د خپل وطن او ولس خدمت ته حاضر وو. که د نيکه يې، عبدالعزيز خان کاکا خبره وکړو نو هغه د باچا خان کلک ملګری وو."
شاه حسين یوسفزي وويل چې عبدالعزیز خان کاکا د هريپور زندان په هغه پنجره کې د بند ورځې شپې تېرې کړې وې چې پکې باچا خان پکې بندي وو. د ده په وینا، په هغه زندان کې د کاکا ترڅنګ نور خدايي خدمتګاران زوار بابا، کريم خان کاکا، غازي خان کاکا، جميل لالا او ميا صيب هم ول.
د عبدالرحمان خان د تلين لمانځغونډې ته د صوابۍ د پنجپير کلي پېژندلي سياسي او ټولنيز شخصيت سليم خان اېډووکېټ هم وينا وکړه. نوموړي د مې پر ۲۲مه مشال راډيو ته وويل چې پښتانه ځوانان باید د د خدايي خدمتګارانو له ژوند او مبارزې خبر او د پښتون وطن د امن او ابادۍ په چارو کې خپل صلاحيتونه په کار راولي.
نوموړي زیاته کړه: "عبدالعزيز خان کاکا د مينې، محبت او شرافت يو مجسم تصوير وو. هر چا د هغه قدر کاوه. چې کومې حجرې ته به هم ولاړو، نو خلک به له سياسي وابستګۍ نه بالاتر د هغه عزت ته پاڅېدل. له نوموړي سره د ولس همدا مينه وه چې دوه ځله “اېم اېل اې” پاتې شوی وو. يو ځل يې صاحبزاده عبدالقيوم خان او په بل وار يې د بامخېلو باچا صيب ته په انتخاباتو کې ماتې ورکړې وه."
سلیم خان زیاته کړه: "عبدالعزیز خان کاکا خپله خاني او هم يې ځواني د پښتنو له قامي تحريکه زار کړې وه او ډېر مېلمه پاله او مهربان سړی وو. د هغه مبارزه ځوانانو ته درس ورکوي چې هر هغه څوک چې له خپل وطن او ولس سره ځان وتړي نو د عبرالعزيز خان کاکا په څېر به يې ياد پاتې وي."
نړيوالې پښتو ټولنې د صوابۍ په زېده کلي کې د عبدالرحمان خان د لومړني تلين د لمانځغونډې مېلمنو ګډونوالو ته د هغه د نيکه پر ژوند او مبارزه ليکل شوی کتاب د ډالۍ په توګه ورکړ. دا کتاب شاوخوا يو کال وړاندې هم د صوابۍ يو ځوان ليکوال عبدالجلال قمرال ليکلی دی. په کتاب کې د "عبدالعزيز خان کاکا" د نېږدې خپلوانو او د هغه د سياسي مبارزې د ملګرو د مرکو ترڅنګ د نوموړي هغه تقريرونه هم شامل دي چې د ۱۹۳۷ او ۱۹۴۶ په اسمبليو کې يې کړي ول.