د خیبر پښتونخوا د کور جوړونې (هاوسېنګ) چارو وزیر او په صوبايي اسمبلۍ کې د سوات استازي ډاکتر امجد علي ویلي چې صوبايي حکومت له افغانستان سره د سوداګرۍ بندولو مخالفت کوي.
نوموړي د نومبر پر ۱۵مه د سوات د خبریالانو په مرکز کې خبري غونډې ته د کابینې د وروستۍ غونډې په اړه معلومات ورکړل او و یې ویل، له افغانستان سره د تجارت بندول د صوبې ولس او کاروباریانو ته تاوان رسوي.
امجد علي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د پاکستانيو ځواکونو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمينځ تر نښتو وروسته د همهغې مياشتې له ۱۲مې نېټې راهيسې د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمينځ يوشمېر نورې لارې هم د تجارت پرمخ وتړل شوې.
په همدې حال کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له افغان سوداګرو غوښتنه کړې ده چې د پاکستان پر ځای دې پر "بدیلو لارو" سوداګریزې چارې وسنجوي.
نوموړي د نومبر پر ۱۲مه په کابل کې د افغان سوداګرو او صنعتکارانو یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د پاکستان تجارتي لارو افغان سوداګر زیانمن کړي او عام ولس یې له ستونزو سره مخامخ کړی دی.
برادر په پاکستان کې د تجارتي تړونونو لرونکو افغان کاروباریانو ته میاشتې وخت ورکړ چې خپل حسابونه پاک کړي.
تر دې وروسته د افغانستان او پاکستان سوداګرو د دواړو هېوادونو ترمينځ د تجارتي لارو پر بندېدو خواشيني وښوده او غوښتنه یې وکړه چې سوداګري دې په هر ډول حالاتو کې دوامداره پاتې شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې يو مشر غړي ډاکټر مخلص د نومبر پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې د لارو بندېدو له امله د دواړو هېوادونو سوداګرو ته په مېليونونو ډالرو زیان اوښتی دی.
د نوموړي په وينا، داسې نړیوال ضمانت باید موجود وي چې په جنګ او سیاسي کړکېچ کې هم د پاکستان او افغانستان ترمينځ لارې بندې نه شي.
د خیبر د سوداګرو اتحادیې په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې وروستيو بيانونو اندېښمن کړي دي او له افغان سوداګرو سره په دې اړه بحث کوي چې څنګه تجارتي لارې "د سیاست قرباني" نه شي.
د پاکستان او افغانستان ترمینځ پر غځېدلو لارو نه يوازې د دواړو خواوو ولسونو تګ راتګ کاوه بلکې دا د دوه اړخيزې سوداګرۍ او روزګار یوه لويه ذریعه هم ده.
د ډېورنډ کرښې دواړو خواوو ته پراته خلک هم اندېښنه لري چې وار له مخه دوه اړخیزې سوداګرۍ ته ډېر تاوان رسېدلی دی او که لارې همداسې بندې پاتې وي، نو کاروباریانو ته به ډېر مالي زيانونه ورسي.
د دې ترڅنګ د پاکستان او افغانستان ترمینځ لارۍ چلوونکو هم وخت احتجاجونه کړي دي او د تړلو لارو د بیاپرانیستو غوښتنه کوي.
د پاکستان او د طالبانو حکومتي استازو په اکتوبر کې په دوحې او بیا په استنبول کې تر خبرو وروسته د نومبر پر شپږمه او اوومه په درېیم ځل په استنبول کې مذاکرات وکړل چې بې نتیجې پای ته ورسېدل.