په داسې حال کې چې امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د کره سرچینو په حواله ویلي دي چې تهران د مظاهرچیانو وژل درولي او اعدامونه هم بندوي، راپورونه وايي په ایران کې د احتجاجونو شدت نسبتاً کم شوی دی. موږ د ایران د راتلونکې په اړه په تهران کې د پاکستان له پخواني سفیر اصف خان دراني سره ویډیويي مرکه کړې ده.