د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نوموتي شاعر او سیاستوال اجمل خټک د مرګ ۱۳ کاله پوره شول


اجمل خټک - انځور له ارشیفه
اجمل خټک - انځور له ارشیفه

د ۲۰۲۳ کال د فرورۍ پر اوومه نېټه، د مشهور پښتون شاعر او سیاستوال اجمل خټک د مرګ ۱۳ کلونه پوره شول.

د خټک سیاستوال ملګری او څيړونکی افراسیاب خټک وايي، خټک تر لسیزو پورې سیاست، شاعري، ليکوالي او خبریالي وکړه. د هغه په وينا په هر کار کې یې د خواريکښو لپاره حق غوښتی دی.

نوموړي د فرورۍ پر اوومه مشال راډيو ته وويل: "په افغانستان کې په جلاوطنۍ کې موږ یو ځای وو. کله چې پاکستان جوړ شو نو دلته غيرجمهوري قوتونو اقتدار په لاس کې واخیست. پر وړاندې یې د مزاحمت ضرورت وو نو اجمل خټک مزاحمتي سیاست او شاعري وکړه. هغه په خپله شاعرۍ کې د خواریکښې طبقې لپاره غږ اوچت کړی دی."

د افراسیاب خټک په وينا اجمل خټک د خپلې انقلابي او مزاحمتي شاعرۍ اوسیاست له لارې پښتنو ته سیاسي شعور ورکړی. نوموړی د اجمل خټک يوه کیسه کوي او وايي چې کله نوموړی دیر ته تللی وو نو هلته یې د دیر نواب کور تر کتلو وروسته دا شعر ووايه:

مېښې منم چې د نواب صېب دي

دې کې خبرې کول توان د چا دی؟

خو ولې اې د غرېبانو ربه!

دغه ګوجر غریب انسان د چا دی؟

اجمل خټک د ۱۹۲۵ کال د سیپتمبر په ۱۵مه د خیبر پښتونخوا په اکوړي کې زیږيدلی وو. د خیبر پښتونخوا د حکومت په ویبپاڼه د لیکل شویو معلوماتو سره سم، نوموړي د خپل سياسي ژوند پيل د باچا خان د خدايي خدمتګار تحريک له غړیتوبه کړی وو. د انګریزانو په وړاندې د مبارزې له امله هغه له سکوله هم ایستل شوی وو.

اجمل خټک د سیاست ترڅنګ په خپله شاعرۍ کې هغه پوښتنې کړې چې ډير شاعران یې ښايي په ټولنه کې د موجودو حساسیتونو له امله نه کوي. د هغه يو شعر دی چې ګڼو سندرغاړو ويلی.

د لويو لويو قدرتونو ربه - يوه تمنا ده اورېدای شي که نه!؟

پر سیاسي او ادبي هلو ځلو سربیره، اجمل خټک خبریال هم پاتې شوی دی. هغه له پېښوره، د شهباز په نوم ورځپاڼې ايډيټر وو. خبریال روښان یوسفزی وایي، د اجمل خټک په کالمونو او خبریالۍ کې هم د غریبو او بې وزلو لپاره د حق غوښتنې څرک ښکاري خو نوموړي دا انقلابي غوښتنې په شاعرۍ کې تر ډيره په بهتر ډول وړاندې کړي دي.

یوسفزي مشال راډيو ته وويل چې د اجمل خټک د غيرت چيغه نومي شاعرۍ کتاب يو داسې شهکار دی چې پوره يو نسل ترې الهام اخیستی دی. دا تولګه دومره مشهوره وه چې تر چاپ وروسته پرې د هغه وخت د پاکستان پوځي واکمن ایوب خان بندیز ولګاوه.

اجمل خټک په ۱۹۷۰ لسیزه کې جلاوطنه شو او کابل ته ولاړ. هلته یې ۱۹ کاله ژوند وکړ او بالاخره په ۱۹۸۹ز کال کې پاکستان ته ستون شو. نوموړي په بل کال په انتخاباتو کې د پاکستان د قامي اسمبلۍ څوکۍ وګټله. هغه د عوامي نېشنل ګوند غړی وو. خټک د سیاست په وخت او په شاعرۍ کې د پښتنو پر يووالي ټينګار درلود. د هغه يو مشهور شعر دی چې:

خپل کچکول به ګرځومه، خپل رباب به ټنګومه

د قام خیر به ټولومه، د پښتو پت به ساتمه

اجمل خټک په ۱۹۹۹ کال کې د عوامي نېشنل ګوند مشر وو. کله یې چې په ۲۰۰۰ کال کې د پخواني پوځي مشر جنرال پرویز مشرف سره ملاقات وکړ نو عوامي نېشنل ګوند یې غړيتوب ختم کړ. خو په ۲۰۰۲ کال کې بيا په دې ګوند کې شامل شو. نوموړی د ۲۰۱۰ کال د فرورۍ پر اوومه نېټه وفات شو.

د هغه زوی، ایمل خټک مشال راډيو ته وويل چې پلار یې د پښتنو او په ځانګړې ډول د خوارېکښو لپاره کومه مبارزه کوله، د هغه د تېزولو ضرورت دی. نوموړي زیاته کړه چې لا هم هغه مسلې مجودې دي د کومو یې چې پلار د حلولو کوښښ کړی وو. "د مظلومو خلکو په مسایلو بايد سیاست ونه شي. دغه مسایل باید حل کړل شي."

د اجمل خټک ۱۷ کتابونه چاپ شوي دي. دوه پکی د اردو ژبې او پنځلس پکې په پښتو ژبه دي.

XS
SM
MD
LG