د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځينو ګوندونو په قبايلي ضلعو کې د ممکنه پوځي عملياتو مخالفت کړی دی


پاکستاني پوځيان په ۲۰۱۴ز کال کې ميرامشا کې په پوځي عملياتو کې په وران شوي بازار کې ولاړ دي. انځور له رشيفه
پاکستاني پوځيان په ۲۰۱۴ز کال کې ميرامشا کې په پوځي عملياتو کې په وران شوي بازار کې ولاړ دي. انځور له رشيفه

په پاکستان کې ځينو ګوندونو په پښتني سيمو کې د پوځ پر ممکنه عملياتو اندېښنې ښوولي او مخالفت یې کړی دی.

عوامي‌نېشنل ګوند ويلي د تير په څير پوځي عمليات د پښتنو لپاره د منلو وړ نه دي ځکه چې په وينا یې په هغو عملياتو کې ترهګري ختمه نه شوه بلکې ملکي وګړو ته زیان ورسېد.

د دې ګوند د خیبر پښتونخوا مشر ايمل ولي خان د اپريل په ۱۰مه په پېښور کې خبریالانو ته وويل چې لومړی دې د ترهګرۍ پر ضد جوړ شوي پر قامي اېکشن پلان عمل وشي.

ايمل ولي‌خان زیاته کړه چې پخوا کومو خلکو ترهګرو ته اسانتياوې ورکړې دي، هغه دې په ګوته کړل شي: "که پوځي عمليات په هدفي شکل هم کېږي لومړی بايد د ترهګرو د اسانچارو پر ضد کاروايي‌ وشي. که د تېر غوندي عمليات کېږي نو قوم یې نه مني. پر قامي اېکشن پلان دې عمل وشي. دا هم بايد واضحه شي چې پر دې پلان ولې عمل نه دی شوی؟ د ترهګرو سره چا مرسته کړې ده؟"

د پاکستان قامي اېکشن پلان په ۲۰۱۴ز کال کې پر پېښور ارمي پبلک سکول تر خونړۍ حملې وروسته جوړ شوی وو. هغه مهال وزيراعظم نواز شريف وو چې په يوې ټولګونديزې غونډه کې پر دې ۲۰ ماده ییز پلان سلا شو. دا پلان وروسته له پارلېمانه هم منظور شو. په پلان کې د وسلوالو پر ضد د پوځي کاروايي تر څنګ د سختدريځۍ ختمولو او په ترهګرو کې د ښه او بد نه کتلو پرېکړه هم شوې وه.

د اپريل پر اوومه نېټه، د پاکستان ملي امنيت کمېټۍ پرېکړه کړې وه چې په پاکستان کې د زیاتېدونکې ناامنۍ ختمولو لپاره به کوټلي پوځي عمليات کېږي. د اپرپل پر نهمه، د پاکستان وفاقي کابینې هم دغه پرېکړه تاييد کړه. البته دا موضوع په رسمي توګه په پارلېمان کې د بحث لپاره نه ده وړاندې شوې. خو د پارليمان غړيو بیا هم پر ممکنه پوځي عملياتو اندېښنې ښوولي دي.

د اپرېل پر ۱۰مه د پارلیمان په مشترکه غونډه کې د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد خان وویل چې په تېرو عملياتو کې د قبايلي سيمو خلک ډير ځورېدلي او کډوال شوي دي نو ځکه بايد ولسي وګړي له نور تاوان سره مخ نه شي.

هغه وويل: "دلته وزیراعظم صاحب موجود دی. ورته وايم چې وزیرستان کې تر ننه پورې [له وسله والو سره د جوړجاړي] اووه معاهدې او همداراز ۲۱ پوځي عملیات شوي دي. نو نورو عملیاتو ته څه ضرورت؟ په وزیرستان کې نور پوځي عملیات موږ ته د منلو وړ نه دي. دغه خلک برباد دي. زه وزیراعظم ته وایم چې وزیرستان خلک هېڅکله عملیات نه مني. هلته د عملیاتو پر ځای د صحت، تعلیم او روزګار ضرورت دی."

د ممکنه پوځي عملياتو پر ضد، پښتون ژغورنې غورځنګ د اپريل پر اوومه، د جنوبي وزيرستان په رغزۍ کې مظاهره کړې وه. د غورځنګ يو ځايي مشر مولانا زينت الله افغان د اپرېل پر اتمه مشال راډيو ته وويل چې اېف سي ځواکونو له ځايي جرګې سره خبرې پېل کړې دي چې سيمه له خلکو خالي کړي ځکه چې دوی هلته عملیات کول غواړي.

نوموړي وويل چې حکومتي جرګې او پوځي عمليات خلکو ته د منلو نه دي. "پخوا هم پوځي عمليات شوي خو څه ګټه یې کړې ده؟ خلک یې بې کوره کړي او مارکېټونه یې وران کړي دي. وسلوال خو نه وو ختم شوي."

له شمالي وزیرستانه د پارلېمان استازی او ملي جمهوري غورځنګ مشر، محسن داوړ وايي وسلوال او ترهګري په عملياتو نه بلکې د ریاست د پالیسیو پر بدلون ختمېږي. هغه د اپرېل پر نهمه په پارلېمان کې د وينا پر وخت ادعا وکړه چې د پاکستان پوځ د افغان طالبانو او هغوی د وسلوالې ډلې تحريک طالبان پاکستان ملاتړ کاوه.

د پاکستان پوځ همېشه د وسلوالو له ملاتړه انکار کړی دی او وايي‌چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې یې ډېرې قربانۍ ورکړې دي. خو محسن داوړ وويل: "موږ له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې جنګ د کاروبار په توګه استعمال کړی دی. نو مهرباني وکړئ موږ ته د عملياتو کولو په بیانونو دوکې مه راکوئ."

په ۲۰۲۱ز کال کې په پاکستان کې د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف حکومت په وخت کې، د پوځ د هغه وخت د مشرتابه په سلا د ناقانونه او ترهګره ګرځول شوې وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره خبرې اترې پيل کړې وې. هغه خبرې د افغان طالبانو په منځګړتوب پیل شوې چې په څو پړاوونو کې یې بیا سیاسي او قبایلي مشرانو هم برخه اخیستې وه. د هغو مذاکراتو په نتیجه کې د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ ډزبندي هم شوې وه چې بیا د ۲۰۲۲ز کال د نومبر پر ۲۷مه پای ته رسېدلې وه.

تحریک طالبان پاکستان هغه وخت ویلي وو چې ډزبندي یې ځکه ماته کړې ده چې د دوی په وینا پاکستانیو ځواکونو یې پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د خیبر پښتونخوا پولیسو منلې وه چې د هغو مذاکراتو له امله وسله والو بیا ځان منظم کړی نو ځکه یې بریدونه ډير شوي دي.

د اوسني ایتلافي حکومت، وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ کې د اپرېل پر اوومه شوې د ملي امنيت کمېټۍ په غونډه کې د تحریک انصاف پر هغه تګلاره نیوکې شوې وې. د دې غونډې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د عمران خان د تګلارې له کبله د تحریک طالبان پاکستان وسلوال له زندانونو خوشي شوي ول.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ وايي چې د وسلوالو پر ضد یې خپلو کاروایانو ته دوام ورکړی او هغوی به بیا قوي کېدو ته نه پرېږدي. په میرامشاه کې د پوځ لخوا مشال راډيو ته د ورکړل شويو معلوماتو تر مخه ادعا شوې چې تر مارچ میاشتې پورې یې ۵۴ او تېر کال (۲۰۲۲ز کې) یې ۱۷۲ مشکوک وسلوال وژلي دي. تحريک طالبان پاکستان هم د هرې میاشتې په اخر کې د خپلو بریدونو شمېرې رسنيو ته لېږي چې پکې پولیسو او پوځ ته د درنې مرګ ژوبلې ادعا وې کوي. په خپلواک ډول د دواړو غاړو د دې دعوو تصدیق نه شي کېدلی.

اړوند

XS
SM
MD
LG