د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنګلا دېش یو عدالت پخوانۍ وزیراعظمې ته د مرګ سزا اورلې ده


BANGLADESH-POLITICS/HASINA
BANGLADESH-POLITICS/HASINA

د بنګلا دېش یو عدالت د دې هیواد پخوانۍ وزیراعظمې شېخ حسینه واجد ته د مرګ سزا اورلې ده.

رویټرز او اژانس فرانس پرېس لیکلي چې د نړیوالو جنایتونو جرګګۍ په نوم ځانګړي عدالت دا پرېکړه د نومبر پر ۱۷مه له څو میاشتو راهیسې د روانې مقدمې په لړ کې وکړه.

د اژانسونو په وینا، په پلازمېنه ډاکه کې د کورنیو جرمونو عدالت خپله پرېکړه په سخت امنیت او د حسینې واجد په غیاب کې واوروله. عدالت وویل چې نوموړې تېرکال د زده کوونکو پاڅون خلاف د خونړۍ کارروایي امر کړی وو.

رویټرز خبري اژانس وايي چې ۷۸ کلنې حسینې واجد ته عدالت د بشریت ضد د جرمونو کولو په تور د مرګ سزا اورولې ده. خو د اژانس په وینا، نوموړې د دې سزا خلاف په عدالت کې اپیل کولای شي.

بلخوا حسینې واجد د هغې مجرمې ګرځولو او ورته د مرګ سزا اورولو پرېکړه یکطرفه او سیاسي بللې ده.

د حسینې واجد محل په لرغونتون بدلېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:48 0:00

په بنګلا دېش کې د ۲۰۲۴ زکال په جولای میاشت کې په سرکاري نوکریو کې د کوټې یا د برخې ځانګړي کولو پر سرپراخ لاریونونه پیل شوي ول.

لاریون کوونکو هغه مهال له وزیراعظمې حسینې واجد څخه د استعفا غوښتنه کوله. ملګري ملتونه وايي چې په دغو احتجاجونو کې نیږدې ۱۴۰۰ کسان وژل شوي وو.

وروسته بیا وزیراعظمې شېخ حسینې واجد د اګست پر پنځمه له خپلې څوکۍ استعفا ورکړه او له هېواده ووته.

د عدالت دا پرېکړه د بنګلا دېش له خپلواکۍ راهیسې د یو پخواني مشر پرضد یو له ډراماټیکو قانوني اقداماتو دی. دا په داسې حال کې ده چې په هغه هېواد کې په راتلونکې فبرورۍ کې پارلیماني ټاکنې کیدونکي دي.

بلخوا د حسینې واجد پر ګوند په انتخاباتو کې په برخې اخیستو بندیز لګول شوی دی.

XS
SM
MD
LG