د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهبار شريف وايي د ترهګرۍ پر ضد به د مرکز او صوبو تر مينځ یو ډول ستراتيژي غوره کوي


د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف: انځور له ارشیفه
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف: انځور له ارشیفه

د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف ویلي، حکومت پرېکړه کړې ده چې د ترهګرۍ پر ضد به د وفاق او صوبو ترمینځ یو شان پالیسي عملي کوي.

دا خبره نوموړي پرون (د فبرورۍ په درېیمه) په پیښور کې د امنیت په اړه د اپیکس کمیټۍ له غونډې وروسته پخپله ټویټر پاڼه لیکلې ده. نوموړي وویل چې "غونډې امنیتي حالات وڅیړي او موافقه وشوه چې د ترهه ګرۍ پر ضد به د وفاق او صوبو تر مینځ یو شان ستراتیژي غوره جوړوي"

غونډې ته د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان هم غوښتل شوی وو خو نوموړي پکې ګډون و نه کړ.

له غونډې وروسته وزیراعظم شهباز شریف په یو ویډیو پیغام کې د تحریک انصاف تیر حکومت ته په اشاره یو ځل بیا پوښتنه راوچته کړه چې وسله وال پاکستان ته چا راستانه کړي وو؟

شهبازشریف ویلي چې په غونډه کې " قامي ایکشن پلان ته د بيا کتنې په وړانديزونو غور وشو او د ترهګرۍ ضد څانګې (CTD) د پلټنو، فارنزيک او کار ښه کولو کولو لپاره د يو لړ اقداماتو منظوري ورکړل شوه."

د فبرورۍ د درېیمې نېټې دا غونډه د پېښور په پولیس لاین کې د یوه خونړي ترهګر برید نه پس رابلل شوې وه . په پولیس لاینز ترسره شوي ځانمرګي برید کې ۱۰۱ کسان وژل شوي او له ۲۰۰ زیات ژوبل شوي وو.

عموما په پاکستان کې د ترسره شویو بریدونو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان قبلوي خو د پېښور په پولیس لاینز د ترسره شوي برید ذمه واري کومې وسله والې ډلې نه ده قبوله کړې. تحریک طالبان پاکستان د یو بیان په خپرولو سره ویلي وو چې دوی د یادې ځانمرګې حملې تر شا لاس نه لري.

پاکستان دا مهال د ترهګرۍ له څپې سره مخامخ دی، چې زیاتره یې په خیبر پښتونخوا، او بلوچستان کې ترسره شوي دي. ترهه ګرو بریدونو په سیمه کې د خلکو لخوا سخت ردعمل راپارولی او په بیلا بیلو سیمو کې ولس په احتجاج لاس پوری کړی دی.

په خيبر پښتونخوا کې له تېر کال راهیسې ناامني زیاته شوې ده. د صوبې د پولیسو مشر، معظم جا انصاري د جنورۍ پر ۲۶مه په پېښور کې د يوې خبري غونډې په وخت ويلي وو چې په ۲۰۲۲ز کال کې چې د ناامنۍ کومې پېښې په خیبر پښتونخوا صوبه کې ولیدل شوې، ساری یې په تېرو پينځو کلونو کې نه وو لیدل شوی.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د فبرورۍ په دویمه په یو بیان کې ویلي وو چې د ملک په امنیتي مسایلو د سلا مشورې لپاره یې د فبرورۍ په اوومه ټولګوندیزه غونډه رابللې ده. په بیان کې راغلي چې د فبرورۍ پر اوومه نېټه په کېدونکې دې غونډه کې به د پېښور د پولیس لاینز پر جومات د خونړي برید په ګډون پر هغو "مهمو چیلېنجونو" بحث کېږي چې پاکستان ورسره مخامخ دی. بیان زیاته کړې چې غونډې ته د هېواد د ټولو سیاسي ګوندونو مشران وربلل شوي دي.

د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ میاشت د ۲۰۱۸ز کال راهیسې تر ټولو خونړۍ میاشت وه، چې په کې په ټول هېواد کې په ۴۴ وسلوالو بریدونو کې ۱۳۴ کسان وژل شوي او نور ۲۵۴ نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG