د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېچ ار سي پي: د پاکستان حکومت د لږکیو په خوندي ساتنه کې پاتې راغلی دی


په پېښور کې د ۲۰۲۰ کال د جولای په څلورمه د شوې حملې قربانيان سيکان د خپلو مړو تابوتونو ته ناست دي.
په پېښور کې د ۲۰۲۰ کال د جولای په څلورمه د شوې حملې قربانيان سيکان د خپلو مړو تابوتونو ته ناست دي.

د پاکستان بشري حقونو کمېشن (اېچ ار سي پي) پر حکومت غږ کړی چې د مذهبي لږکيو ژوند دې خوندي کړي.

د بشری حقونو کمېشن مرستیال مشر اکبر خان وایي د پاکستان اساسي قانون د نهمې مادې له مخې د هر وګړي خوندیتوب د ریاست ذمه واري ده خو په هغه هیواد کې مېشت لږکي له دې بې برخې دي.

خان د اپرېل پر دوهمه مشال راډیو ته وویل، د پاکستان مذهبي لږکيو ژوند د خطرو سره مخ دی: "سیکان، هندوان، شیعه ګان، عیسایان، قادیانیان او نور لږکي ښکاره اوسیږي نو د ریاست ذمه واري ده چې د دوي د امنيت لپاره ځانګړي اقدامات وکړي. دوی باید د مينې او يوالي په ماحول کې ژوند وکړي او ځانونه خوندي احساس کړي."

د اپرېل په لومړۍ نېټه په پېښور کې د کاشف مسیح په نوم یو عیسايي په داسې حال کې وسلوالو وواژه چې عیسایانو د پېښور په ګډون په ټوله نړۍ کې ايسټر یا لوي اختر لمانځلو.

ډېرو سيکانو د ناامنۍ له وجې خيبرپښتونخوا پرېښې او نورو سيمو ته کډه شوي دي.
رادیشن سینګ ټوني

په پېښور کې د ال سینټ چرچ يو غړي یاسر بټي د اپریل په دوهمه مشال راډيو ته وويل چې پخوا یې ځانونه په پېښور کې خوندي ګڼل خو اوس حالات برعکس شوي دي. "زه خپله [په ۲۰۱۳م کال کې] په کوهاټۍ چرچ کې د ځانمرګي بریدونو پر مهال سخت ژوبل شوی وم. موږ د مذهبي يوالي پيغام خپروو. د کاشف مسیح وژنه په ټولنه کې د کرکې خپرولو هڅې دي."

تر دې وړاندې د مارچ پر ۳۱مه د پېښور په دير کالونۍ کې پر موټر سایکل سپرو وسله والو یو سېک حکیم ديال سېنګ په خپل دوکان کې په ډزو ووژلو.

په خیبرپښتونخوا کې د سیکانو يو مشر، راديش سينګ ټوني چې په ۲۰۲۰ کال کې یې د ورپېښو خطرونو له وجې پاکستان پرېښود، وايي چې په دغه هېواد کې د لږکيو ژوند خوندي نه دی. هغه د اپريل په دويمه مشال راډيو ته وويل چې د نوموړي د راټولو کړيو شمېرو ترمخه، له ۲۰۱۳ز کال راهیسې دیال سېنګ ۲۹م سیک وو چې ووژل شو.

ټوني زیاته کړه چې له همدې وجې ګڼو سیکانو له خیبر پښتونخوا د پاکستان نورو برخو او يا هم نورو هېوادونو ته کدې کړي دي. "د پيښور د سیکانو د ټولنې نيماي کورنیو، د پنجاب ننکانه صاحب، لاهور، کراچۍ او نورو سیمو ته کډې وکړې. ډېرې په پنجاب کې هم ځان خوندي نه ګڼي او وايي چې هند ته ځو. هلته به ورته ذهني ارام او سکون وي، د پګړۍ سپکاوی به یې نه کیږي او کنځل به ورته نه کیږي."

ټوني ادعا وکړه چې د پاکستان حکومت ته هم معلومه ده چې دا کار څوک کوي خو بیا هم وايي چې برید کوونکي نامعلومه کسان دي. خو په پېښور کې د رحمان بابا تاڼې پولیس وایي د دیال سینګ د وژنې مقدمه یې درج کړې ده او کوښښ کوي چې بريدګر پيدا کړي.

د دیال سينګ او کاشف مسیح د وژنې ذمه واري اسلامي دولت وسلوالې ډلې يا داعش منلې ده خو په کراچۍ کې د مارچ پر۳۰مه د وژل شوي نومیالی هندو ډاکتر بیربل ګېناني د وژنې په تور د هغه سره په برید کې ژوبل شوې مرستیاله ډاکټره قرات العين پولیسو نيولې ده. چارواکي وايي له هغې پلټنې روانې دي او نوموړې پولیسو ته ځينې بریدګر په ګوته کړي هم دي.

بلخوا د اطلاعاتو او اقلیتونو په برخه کې د خيبر بښتونخوا نګران وزیر فیروز شا کاکا خيل د اپریل په درېیمه مشال راډيو ته وويل چې د کاشف مسیح او دیال سينګ د کورنۍ لپاره یي مالي مرستې اعلان کړې او د پېښو پلټنې رواني دي. "زه خپله د دیال سېنګ کور ته د غمرازۍلپاره ورغلم او هلته مو د هغه کورنۍ سره د پنځه لکو روپو مرسته اعلان کړه. په بله ورځ کاشف مسیح هم وسله والو ووژلو هغوی سره مو هم د پنځو لکو روپو مرستې اعلان کړې، اعلا وزیر په دې پیښو ډېر سخت د خفګان څرګندونه کړې ده.''

د۲۰۱۸ز کال په اپرېل کې په کوټه کې په ډزو څلور عیسايان وژل شوي وو. د ۲۰۱۷م کال په دیسمبر میاشت کې په کوټه کې پر یوې کلیسا په یوه بل برید کې ۷ کسان ووژل شول. د ۲۰۱۶م کال په مارچ میاشت کې په لاهور کې د عیسایانو د ایسټر د لمانځلو پر مهال ځانمرګی برید وشو چې په پایله کې یې ۷۰ تنه ووژل شول او تر ۳۴۰ زیات ټپیان شول.

په لاهور کې د ۲۰۱۵ کال په مارچ میاشت کې پر کلیساوو په دوو چاودنو کې ۱۹ کسان وژل شوي او تر ۷۰ زیات کسان ټپيان شوي وو چې اکثره یې عیسایان وو. په ۲۰۱۳ کال کې د پېښور په کلیسا کې د چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲۷ وو.

XS
SM
MD
LG