د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې انتظامیه لږکیو ته د ډومیسایل ورکولو پرېکړه کړې


د خیبر پښتونخوا د کورمې انتظامي مشر د نومبر پر ۱۸مه پرانیستې غونډې ته ورغلی وو.
د خیبر پښتونخوا د کورمې انتظامي مشر د نومبر پر ۱۸مه پرانیستې غونډې ته ورغلی وو.

د خیبر پښتونخوا د کورمې انتظامیې مذهبي لږکیو یا اقلیتونو ته مېشتځي قانوني سند یا ډومیسایل ورکولو پرېکړه کړې ده.

دا خبره د کورمې انتظامي مشر واصل خان خټک د نومبر پر ۱۸مه تر پرانیستې ولسي غونډې (کلي کچهري) رسنیو ته وکړه.

دا په کورمه کې د مېشتو مذهبي لږکیو اوږدمهاله غوښتنه وه او ویل یې چې د ډومیسایل حق ورته د پاکستان ایین ورکړی دی.

د هغې ضلعې د مذهبي لږکیو مشرانو ویلي چې په سیمه کې د ډومیسایل سند پر جاري کېدلو یې په ټولنیز حالت کې "د مثبت بدلون" تمه پیدا شوې ده.

په کورمه کې تر دې وړاندې هم مذهبي لږکیو ته د "دویمې درجې" ډومیسایل ورکول کېده خو د هغوی مشرانو به ویل چې دا سند د هغو حقونو د ترلاسه کولو پر وړاندې خنډ دی چې د پاکستان اساسي قانون یا ایین ورته ورکړي دي.

عیسویان د پېښور تر څنګ د خیبر پښتونخوا په یوشمېر سیمو کې خپلې کلیساګانې لري - عکس د پېښور د کواټي دروازې د کلیسا دی.
عیسویان د پېښور تر څنګ د خیبر پښتونخوا په یوشمېر سیمو کې خپلې کلیساګانې لري - عکس د پېښور د کواټي دروازې د کلیسا دی.

په پاړه چینار کې د بلدیاتو اقلیتي کونسلر ملک حنان غوري د نومبر پر ۱۹مه وویل، ډومیسایل جاري کېدل به نه یوازې هغوی د ضلعې ثبت شوي اوسېدونکي وګرځوي بلکې د جایداد اخیستو د توان تر څنګ به په تعلیمي ادارو او نوکریو کې هم خپله برخه ترلاسه کړای شي.

د پاړه چینار یو بل اوسېدونکي سلیم کوکر مشال راډیو ته وویل چې د خپلې ټولنې لپاره "د برابرۍ حقونو" په غوښتنه کې تر ټولو مهمه د ډومیسایل یا د ټاټوبي د قانوني سند هغه وه.

خو ده وویل چې بله غوښتنه یې د خپلې ټولنې د خلکو لپاره د استوګنځایونو یا کالونۍ منظوري او جوړول دي چې لا نه ده پوره شوې.

د کورمې مرستیال کمشنر واصل خان خټک په دې اړه وویل چې په پاړه چینار او یا نورو ځایونو کې د عیسویانو د استوګنځایونو لپاره ځانګړې شوې ځمکه د ابادۍ د زیاتېددو له وجې کمه ده چې له وجې یې هلته د استوګنې په برخه کې ستونزې پیدا شوې دي.

خټک زیاته کړه، هڅه کوي چې د نوې کالونۍ په منظورولو د مذهبي لږکیو دا غوښتنه هم پوره کړي.

په کورمه کې اوسمهال د عیسویانو د ۲۲۵ کورنیو تر څنګ د هندوانو لږترلږه ۱۵ کورنۍ له لسیزو راهیسې ژوند کوي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG