مجید بابر په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی او د پاکستان او افغانستان په اړه رپورټونه جوړوي. له نوموړي سره پر اېکس رابطه کولای شئ.
د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی وايي د طالبانو له حکومت سره د سفارتي اړيکو لوړول يو ښه ګام دی او له دې سره به په خبرو اترو کې مرسته وشي. نوموري له مشال راډيو سره په ځانګړې مرکه کې د پاکستان او افغانستان ترمينځ پر اړېکو تفصيلي خبرې کړې دي.
د ژغورنې اداره - ريسکيو ۱۱۲۲ - وايي د جون پر شپږمه سهار وختي د مردان په ارم کالونۍ کې د ګيس ليک کیدو چاودنې له امله د يوې کورنۍ شپږ کسان وژل شوي دي.
د بیان له مخې د پاکستان پوځ د وسلوالو د موجودګۍ په اړه د استخباراتي معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته دغه عملیات ترسره کړي دي.
دا پریکړه د مې پر ۳۱مه د ترهګرۍ ضد او نورو ریاستي کمیټیو په هغه دریمه غونډه کې شوې چې مشري یې د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي کوله.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د مارچ پر ۲۳مه په بیان کې ویلي چې وسلوالو د مارچ ۲۲مې او ۲۳مې ترمینځ شپې مهال پر ډېورنډ کرښه له افغانستانه د شمالي وزیرستان غلام خان کلي ته د اوښتو هڅه کوله چې امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله.
شنونکي وايي، پوځ او تحریک طالبان پاکستان د یو بل پر ضد عملیاتو ته اسلامي نامې کاروي
د خيبر پښتونخوا د وچې مېوې سوداګر وايي، د پنجاب د ګمرګ یا کسټمز ادارې چارواکو یې د يو ارب (مېليارد) روپيو مالونه ایسار کړي دي. دوی مشال راډیو ته ویلي چې هغو چارواکو تور پورې کړی چې دا مالونه له افغانستانه په غیرقانوني ډول پاکستان ته لېږدول شوي. نور په دې رپورټ کې.
د انجمن تاجران مشر حاجي افضل د جنورۍ پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې د بجلۍ د اوږدې دورانيي لوډ شیډنګ، ، ترهګري او د سرحدي لارو بندښت د دوی اقتصاد زښت اغیز من کړی دی.
"ړپي ډي اېم ای د کورمې د نښتو متاثره کورنیو سره د مرستې اعلان وک
صوبايي حکومت کورمه د "ناورين ځپلې" ضلعې په ګرځولو سره هلته د بېړنيو مرستو رسولو اعلان هم وکړ چې د خوراکي توکو د کمښت لپاره پر رعایتي نرخونو د غنمو ورکول پکې شامل دي.
د کورمې د شخړو د هواري لپاره د صوبايي حکومت ملاتړ لرونکې جرګه وايي چې له ۱۰ ورځو راهیسې یې په کواټ کې د شیعه ګانو او سنیانو له ۲۰، ۲۰ مشرانو سره خبرو ته دوام ورکړی دی. تفصیل په رپورټ کې.
د پاکستان د کان کیندونکو ټولنه وايي چې په ۲۰۲۴ز کال کې د هېواد په مختلفو برخو کې په کانونو کې د پېښو پر مهال له وژل شویو څخه یې ۴۹ د خیبر پښتونخوا د شانګلې سیمې اوسېدونکي ول.
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتي چارو ادارې د برېښنايي رسنیو لپاره جلا ریاست (ډایرېکټرېټ) جوړ کړی دی. د هغې ادارې مشر ارشد خان وايي چې غواړي هغه یوټیوب چینل چلوونکي، ټېک ټاکران او د ټولنیزو شبکو کاروونکي راجسټر کړي چې ډېر خلک یې تعقیبوي.
هغې د ډېسېمبر پر درېيمه مشال راډيو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې په ۳۴۷ نيول شويو کسانو کې ګڼ افغانان هم دي. نوموړې پر پولیسو تور پورې کړ چې هغوی يوازې پښتانه او افغانان نيسي چې ډېری یې له کورونو ګرفتار شوي دي.
په پاکستان کې د امریکا سفیر ډانلډ بلوم ویلي دي چې هېواد یې د اقلیمي بدلون پر وړاندې په مبارزه کې له اسلام اباد سره مرسته کوي. نوموړي د نومبر پر ۱۱مه وویل چې په دې مقصد امریکا په پاکستان کې په جدیدو طریقو د کښت لپاره پینځه کلن کیمپېن پیل کړی دی. نور په رپورټ کې.
د نومبر پر نهمه د بلوچستان په لورالايي کې د "ولسي جرګې" په نامه غونډې د پرانیستې په مهال وینا کې نوموړي وویل چې دا جرګه یواځې د امن لپاره راغوښتل شوې ده، خو د اڅکزي په خبره د ریښتوني امن لپاره باید د هغه هېواد حکمرانان ریښتوني شي.
د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د نومبر پر پينځمه انتخابات کيږي چې پکې به د هغه هېواد د راتلونکي ولسمشر انتخاب کېږي.
د خیبر ضلعې د لواړګي (لنډي کوتل) زده کوونکي وايي چې له پېښور پوهنتون سره تړاو ختمېدل او له فاټا پوهنتون سره الحاق نه مني. هغه پوهنتون د وفاق تر انتظام لاندې د پخوانیو قبایلي سیمو یا فاټا په نوم نومول شوی دی. نور په رپورټ کې.
نور وښیئ