د لاسرسي ځای

تازه خبر

مذهبي لږکي: د جبري ودونو او مذهب بدلولو مخنیوي ته دې قانون سازي وشي


د پاکستان د سيند صوبې په ترپارکر سيمه کې د هندوانو يو مندر. زوړ عکس
د پاکستان د سيند صوبې په ترپارکر سيمه کې د هندوانو يو مندر. زوړ عکس

په خیبر پښتونخوا کې د مذهبي لږکیو مشرانو له حکومته غوښتنه کړې چې د دوی د نجونو په کم عمرۍ کې په زور د ودولو او مذهب بدلوو مخنیوي لپاره دې مناسبه قانون سازي وکړي.

په پېښور کې د مذهبي لږکیو مشرانو او د امن او انصاف لپاره جوړ قامي کمېشن غړو د مارچ پر لسمه خبري غونډه کې د بېلو پناه ځایونو غوښتنه هم کړې ده.

د غونډې ګډونوال او له خیبره د صوبایي اسمبلۍ پخواني غړي وېلسن وزیر مشال راډیو ته وویل، په خیبر پښتونخوا کې د دوی دا ستونزه کمه ده خو په نور پاکستان او په تېره بیا په سیند او پنجاب کې زیاته ده.

هغه وویل ''په زور زبردستۍ نجونه تښتول کیږي، مذهب ورباندې بدلوي او بیا ورسره واده کوي. کله چې دغه نجونه دارلامان ته بوتلل شي نو هلته سوچ داسې ور جوړ کړي چې بیا هغوی په عدالت کې هم وایي چې په خوښه یې دغه کار کړی دی.''

ویلسن وزیر غوښتنه وکړه چې نجونه دې د دارالامان پر ځای د دوی لپاره ځانګړیو شویو پناه ځایونو کې وساتل شي.

په پاکستان کې هیندوان، عیسایان او سیکان له کلونو راهیسې په زور د ودونو او دین بدلولو له پېښو شکایتونه کوي.

د پاکستان لپاره د بشري حقونو د سازمان ترمخه د دې پېښو له وجې ګڼ لږکي هیند او نورو هیوادونه ته پر کډو کولو مجبور شوي دي.

د پېښور په غونډه کې شریکې عایله ګل مشال راډیو ته وویل چې تر قانون سازۍ وروسته دې د هغه عملي کول هم لازمي کړل شي.

نوموړې وویل، "موږ سره کره شمېره نشته ځکه چې ځینې خلک له وېرې هغه نه ثبتوي خو د بشري حقونو د تنظیم د راپور له مخې هر کال په پاکستان خواوشا زر جینکۍ دین بدلولو ته مجبوریږي."

د امریکا د مذهبي ازادیو نړیوال کمېشن د مذهبي ازادیو په اړه په خپل کلني رپورټ کې ويلي چې په پاکستان کې په ۲۰۲۰ز کال کې په زوره د مذهب بدلولو، د مذهبي سپکاوي مقدمې او د شیعه ګانو، احمدیانو، هندوانو، عیسویانو او سیکانو په ګډون د مذهبي اقلیتونو پرضد له کرکې ډکې ویناوې زیاتې شوې دي.

خو په پاکستان کې چې د هر ګوند حکومت راغلی نو د هغوی دریځ دا اوسېدلی دی چې په هیواد کې د مذهبي لږکیو حقونه خوندي دي.

حکومت څو کاله وړاندې يو پارلېماني کمېشن هم جوړ کړی وو چې په سیند کې د مذهب د جبري بدلون پېښې وپلټي.

د ۲۰۲۳م کال په فبرورۍ کې د بشري حقونو مرکزي وزیر میا ریاض حسین له برتانیا ورغلي پلاوي ته ویلي وو چې په پاکستان کې د لږکیو د خوندیتوب لپاره هرډول ګامونه پورته کوي.

پاکستان د بشري حقونو وزارت له شميرو سره سم، د پاکستان د ابادۍ څه کم دوه فيصده هندوان، يو اعشاريه پينحه فيصده عيسايان،اعشاريه دوه فيصده احمديان،او اعشاريه درې يو فيصده نور لږکي هلته ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG