د لاسرسي ځای

تازه خبر

لږکیانو په پېښور کې د پرویند سینګ وژنه وغندله


پرویندر سینګ
پرویندر سینګ

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې یو ۲۵ کلن سیک پرویندر سینګ ناڅرګندو کسانو په ډزو وژلی دی.

د پرویندر ورور هرمیت سینګ له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې ورور یې د خپل واده سامانونو اخېستو لپاره پېښور ته تللی وو. دی وايي قاتل یې د ورور له موبایل څخه ټېلېفون ورته وکړ چې ورور مو درله وژلی دی، مړی یې په څمکنیو کې پروت دی.

پولیس وايي چې پرویندر سینګ چېرته بلځای وژل شوی خو مړی یې په څمکنیو کې غورځولی دی. او زیاتوي چې د نامعلومو کسانو پروړاندې یې اېف ای ار کښلی دی او د پېښې پلټنې یې پیل کړي دي.

سیکانو د لږکیو نورو مشرانو د پرویندر سینګ وژنه په سختو ټکیو وغندله او له سرکار یې د سرژغورنې غوښتنه وکړه.

پېښور کې د سیکانو ټولنې مشر رادېش سینګ ټوني له ډیوه راډيو سره په خبرو کې د پرویندر سینګ په وژنه خواشیني وښودله او زیاتوي چې په پاکستان کې ورځ‌ تر بلې په لږکیانو د ژوند ساحه راتنګول کېږي.

هغه وویل” دلته له لږکیو سره دا زیاتې له ۱۹۹۲کاله روان دی کله چې په هند کې د بابري جومات پېښه رامنځته شوې وه او له هغه راهیسې دلته هندوان او سیکان په نخښه کېږي خو بیا ۲۰۰۴ز کال پس زموږ هدفي وژنې کېدلې او دا لړۍ له ۲۰۱۳ کال راهیسې ډېره زیاته چټکه شوې ده.”

هغه وویل، هر کال د خپلو ځلمو مړي پورته کوي خو هېڅوک یې تحفظ ته پام نه ګرځوي.

رادېش سینګ زیاتوي حکومت ټولې دنیا ته دا تاثر ورکوي چې پاکستان کې لږکي خوندي دي خو دا څنګه خوندیتوب دی چې دوی د خپلو مړیو له پورته کولو وزګار نه شو.

هغه وویل د لږکیو لپاره چې له بهره کومې پانګې او پیسې راځي‌ هغو کې درغلۍ کېږي، د لږکیو ځلمي وژل کېږي، پېغلې یې مذهب پرېښودلو ته اړ کول کېږي او هر قسم زیاتی ورسره روان دی.

دسیکانو ټولنې مشر رادېش سینګ له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه چې په پاکستان کې د لږکیو خراب حالت ته خپل پام وګرځوي ځکه چې دلته دوی لکه د بې موره بې پلاره اولاد له ګواښونو ډک ژوند تېروي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG