د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې "ناڅرګنده" وسلوالو يو عيسوی وژلی دی


د ۲۰۲۲ز کال په جنورۍ کې د مسیحي ټولنې مشران په نښه شوي وو، د وژل شوي پادري د جنازې د مراسمو انځور، له ارشیفه
د ۲۰۲۲ز کال په جنورۍ کې د مسیحي ټولنې مشران په نښه شوي وو، د وژل شوي پادري د جنازې د مراسمو انځور، له ارشیفه

د پېښور په سپینه وړۍ کې په یو وسله وال برید کې یو مسیحي تن کاشف مسيح وژل شوی دی.

دا په پېښور کې په تېر یو شواروز کې په وسله وال برید کې د لږکیو د وژنې دویمه پېښه ده.

د سپینې وړۍ د تاڼې مشر سرتاج د اپریل پر لومړۍ نېټه خبریالانو ته وویل چې کاشف مسيح د ټاون- ۳ ملازم وو او د خالي پر ورځ چې کله له کاره کور ته روان وو نو په اکیډمي ټاون کې پر موټر سایکل سپور یوه وسله وال په نښه کړ. پولیس وايي چې برید ګر په تېښته بریالی شوی دی.

د پوليسو په وينا له پېښې وروسته د کاشف مسیح مړى د پوسټ مارټم لپاره روغتون ته وړل شوی دی.

د وژل شوي کاشف مسیح تره اشرف مسيح رسنیو ته وویل چې د هغه له هيچا سره دښمني نه وه او نه پوهېږي چې کاشف ولې ووژل شو؟ نوموړي زیاته کړه چې د کاشف کوچني ماشومان دي او پلار يې هم سخت ناروغه دى، حکومت دې یې له کورنۍ سره انصاف وکړي.

تر دې وړاندې د مارچ پر ۳۱مه د پېښور په دير کالونۍ کې پر موټر سایکل سپرو وسله والو یو سېک حکیم ديال سېنګ په خپل دوکان کې په ډزو ووژلو.

عيني شاهدان وايي، بريدګر پر موټر سايکل سپاره وو او له پېښې وروسته تښتېدلې دي. وژل شوی دیال سېنګ د محله جوګان شاه اوسیدونکی وو. د رحمان بابا د پولیسو تاڼې چارواکو د نامعلومو کسانو خلاف مقدمه درج کړې ده او پلټنې یې پیل کړې دي.

مخکې د مارچ پر ۳۰مه، وسلوالو په کراچۍ ښار کې د سترګو د ناروغیو یو نومیالی هندو ډاکتر بیربل ګېناني وژلی وو.

د ۲۰۲۲ز کال په جنورۍ مياشت کې نامعلومه وسله والو په پېښور کې د مسيحي ټولنې مذهبي مشران په نښه کړي وو چې په نتيجه کې يې پادري سراج ویليم ووژل شو او پادري پيټرک نعيم ژوبل شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG