د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې ۲ سیکان وژل شوي دي


د مې ۱۵مه، ۲۰۲۲: يو سیک د خپل وژل شوي ملګري پښو ته ولاړ، ژاړي.
د مې ۱۵مه، ۲۰۲۲: يو سیک د خپل وژل شوي ملګري پښو ته ولاړ، ژاړي.

د خېبر پښتونخوا پولیس وايي د پيښور په سربند سیمه کې د نامعلولو وسله والو په ډزو کې ۲ سیکان وژل شوي دي.

د سربند تاڼې مرستیال محرر اسماعیل خان د می پر ۱۵مه مشال رېډیو ته وویل چې ډزې په بټه تل څلور لارې کې شوې دي. د هغه په وينا وژل شوي کسان رنجیت سنګ او کول جیت سنګ نومیدل او په خپل دوکان کې ناست ول چې وسله والو پرې ډزې وکړي.

پولیس وايي چې د نامعلومه کسانو خلاف یې مقدمه درج کړې ده او پلټنې یې پيل کړې دي. تر اوسه چا د دې حملې زمه واري نه ده منلې. په بيړنيو حالاتو کې مرسته کوونکې ادارې، ریسکيو ۱۱۲۲ پر ټويټر ليکلي چې تر خبریدو سمدستي وروسته د پېښې ځای ته ورسیدل او مړي‌ یې د تحقیقاتو کولو لپاره پولیسو سره وليږدول.

پر سوشل ميډيا په خپرو شوو ويډيوګانو کې ښکاري چې د دغو سیکانو دکانونو مخې ته د هغوی مړي او وينې پرتې دي.

د خېبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان د مې په ۱۵مه رسنيو ته په بیان کې ويلي چې هغه پر سیکانو دا حمله غندي. نوموړي زیاته کړه چې د دې پېښې پلټنې به کيږي او پولیسو ته یې امر کړی چې په برید کې ککړ کسان ژر تر ژره ونيسي.

دا لومړی ځل نه دی چې په خیبر پښتونخوا او بیا پېښور کې پر سیکانو يا مذهبي لږکيو نورو غړو داسې مرګوني بریدونه کيږي. په پېښور کې د اقلیتونو د حقونو مبارز صاحب سنګ مشال رېډیو ته ویلي چې د هغه د راټولو کړو شمېرو په اساس، په دې ښار کې د ۲۰۰۹م کال راهیسي شاوخوا ۲۱ سیکان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG