د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سېپټېمبر ۱۱مې تر پېښې ۲۱ کاله وروسته پاکستان کې د ناامنۍ زیاتېدل څه معنا لري؟


د ۲۰۰۱ ز کال د سېپټېمبر پر ۱۱مه نېټه د نیویارک د سوداګرۍ پر نړیوال مرکز برید کې ګڼ کسان وژل شوي ول - پخوانی انځور.
د ۲۰۰۱ ز کال د سېپټېمبر پر ۱۱مه نېټه د نیویارک د سوداګرۍ پر نړیوال مرکز برید کې ګڼ کسان وژل شوي ول - پخوانی انځور.

پر امریکا په ۲۰۰۱ز کال کې د سېپټېمبر ۱۱مې په بریدونو کې د وژل شویو ۲۱م تلین پر داسې مهال لمانځل کېږي چې پر افغانستان د طالبانو د واک یو کال پوره شوی او د پاکستان د قبایلي ضلعو په ګډون د خیبر پښتونخوا په یوشمېر برخو کې د ناامنیو پېښې شوې دي.

په وروستیو کې د قبایلي ضلعو په شمول د خیبر پښتونخوا په سوات، کوز دیر او بونېر ضلعو کې خلکو د هدفي وژنو او ناامنۍ خلاف احتجاجونه هم کړې دي.

په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د پاکستان پوځ په ټولو قبایلي ضلعو او د خیبر پښتونخوا صوبې په یوشمېر نورو برخو کې پراخ عملیات وکړل او د ۲۰۲۲ز کال د جون په پیل کې یې تر ۱۵ کلونو وروسته د سوات امنیتي چارې پولیسو ته وسپارلې.

د پاکستان پوځ او حکومت په تېرو کلونو کې په بیا بیا د وسله والو د ماتې دعوې کړې دي. پر دې سربېره په خیبر پښتونخوا کې یو ځل بیا د وسله والو ډلو سر پورته کول او بریدونه د څه ښکارندويي کوي؟

د دفاعي چارو پوه او د پوځ پخواني برېګېډییر سید نذیر یې په ځواب کې وویل، په تېرو دوو لسیزو کې د امنیت ټینګښت لپاره پراخ عملي کارونه نه دي شوي.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۱۰مه مشال رېډیو ته وویل، له دې پرته د تېرو دوو لسیزو د جګړو او ناامنۍ اثرات لا هم محسوسېږي. "دا تېر ۲۰ کاله چې په دې سیمه کې کوم جنګ وشو، دا د ترهګرۍ ضد یوه نړیواله جګړه وه. په دې کې د ناټو هېوادونه هم ول او پاکستان هم پکې وو، خو د دې اثرات لا هم شته. لکه څنګه چې دا اوس د اوکراین او روسیې جګړه روانه ده او اثرات یې پر ټولې اروپا دي، داسې دلته هم ده، په دې سیمه دا تېر ۲۰ کاله ډېره وینه توی شوه، ولسونو [هغه] وخت په ناامنۍ کې تېر کړ، خو ضروري خبره دا ده چې د امنیت لپاره هسې کارونه و نه شول [چې په کار ول]. په داسې حالاتو کې خلک عادي ژوند ته وروستل یو مشکل کار دی."

د ۲۰۰۱ کال د سېپټېمبر ۱۱مې پېښه

۲۱ کاله وړاندې د القاعدې شبکې ۱۹ غړو پر امریکا تر ټولو لوی خونړي بریدونه وکړل. بریدګرو په څو ساعته کې دننه د امریکا د اقتصاد یو لوی مرکز او د دفاع وزارت (پېنټاګان) د ودانۍ شاوخوا برخه په نښه کړې، چې پکې تقریباً ۳،۰۰۰کسان پکې ووژل شول. پوهان او شنونکي دریځ لري چې هغې پېښې د امریکا او نړۍ تاریخ بدل کړ.

الوتکې تښتوونکو لومړنۍ الوتکه په نيويارک کې د نړیوالې سوداګرۍ له غبرګو دنګو ودانیو سره وجنګوله - پخوانی انځور.
الوتکې تښتوونکو لومړنۍ الوتکه په نيويارک کې د نړیوالې سوداګرۍ له غبرګو دنګو ودانیو سره وجنګوله - پخوانی انځور.

۲۱ کاله مخکې د سېپټېمبر پر ۱۱مه الوتکې تښتوونکو لومړۍ الوتکه په نيو يارک کې د نړیوالې سوداګرۍ مرکز له دنګې ودانۍ سره وجنګوله.

د نیو یارک، دفاع وزارت او پېنسلوېنیا ایالت په هغو ځایونو کې چې ورباندې بریدونه شوي ول، هر کال د سېپټېمبر پر ۱۱مه سهار مهال د وژل شویو د یاد غونډې کېږي.

امريکا هغه مهال تور پورې کړی وو چې د القاعدې د هغه وخت مشر اسامه بن لادن په وینا حملې شوې دي. بن لادن هغه مهال په افغانستان کې وو چې طالبان پکې واکمن ول او امریکا ته یې د نوموړي له سپارلو انکار کړی وو. د حملو په غبرګون کې واشنګټن پر افغانستان د برید اعلان وکړ او په مشرۍ یې نړیوال اېتلاف د ترهګرۍ پرضد نړیواله جګړه پیل کړه.

امریکا په ۲۰۱۱ز کال کې د القاعده شبکې د هغه وخت مشر اسامه بن لادن د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې په عملیاتو کې وواژه.

امریکايي او نړیوال ځواکونه د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې له افغانستانه ووتل او د هم هغې میاشتې په نیمايي کې طالبان پر افغانستان د دویم ځل لپاره واکمن شول. د هم هغه کال په وروستیو میاشتو کې پاکستان له ناقانونه تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره د سولې مذاکرات پیل کړل.

خو په ۲۰۲۱ز کال کې په قبایلي او د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ښاري ضلعو کې ناامنیو بیا سر پورته کړ. په اسلام اباد کې د سولې د مطالعاتو مرکز (پاکستان انسټيټيوټ فار پيس سټډيز) په رپورټ کې ويلي ول چې په ۲۰۲۱ز کال کې په هغه هېواد کې ۲۰۷ ترهګرې حملې شوې وې چې د ۲۰۲۰ز کال په نسبت ۴۲ فیصده زیاتې دي.

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د امن لپاره احتجاجونه

د ۲۰۲۲ز کال پر مهال په شمالي او جنوبي وزیرستان، سوات، کوز دير، پېښور، هرنايي، باجوړ، مومندو او خیبر کې خلکو د وسله والو د بیا فعالېدو او د ناامنۍ د پېښو خلاف احتجاجي پرلتونه او مظاهرې ترسره کړل. په هغو ټولو سیمو کې خلکو د "موږ پر خپله خاوره امن غواړو" شعارونه ورکول.

د خيبر پښتونخوا د مينځنۍ اورکزو اوسېدونکو د ۲۰۲۲ز کال د اګست پر ۲۶مه د امن لپاره لاريون وکړ.
د خيبر پښتونخوا د مينځنۍ اورکزو اوسېدونکو د ۲۰۲۲ز کال د اګست پر ۲۶مه د امن لپاره لاريون وکړ.

د بنو په جانیخېلو کې د امن لپاره د احتجاجونو یو منتظم مشر ډاکټر ګل عالم وایي خلک غواړي چې حکومت او ریاستې ادارې ورته د امن ډاډ ورکړي.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، په ۲۰۱۸ز کال کې خلک د قبایلي ضلعو په خیبر پښتونخوا ورګډېدو ته ځکه خوشاله ول چې له دې کار سره د امن هیلې تړلې وې. "د قبایلي سیمو ولس ځکه هم په خیبر پښتونخوا کې شاملېدو ته خوشاله ول چې هلته امن راشي. موږ له ریاسته غواړو چې څنګه امن په لاهور، اسلام اباد او یا نورو ښارونو کې دی باید دلته هم وي. دا د ایین له مخې د قبایلو حق دی، دوی موږ ځکه په خیبر پښتونخوا کې ورګډ کړو چې ویل یې موږ به درته امن راولو."

د اسلامي دولت وسله والې ډلې فعالیتونه

په عین وخت کې د کړکېچ نړیوالې ادارې (ای سي جي) د سېپټېمبر پر پینځمه په خپل یو راپور کې په پاکستان کې د فرقه ییزو شخړو او د اسلامي دولت (داعش) ډلې د خراسان څانګې د فعالیتونو خبرداری ورکړی دی.

په رپورټ کې راغلي چې په پاکستان کې پخوا سني دېوبندي ډلې لکه سپاه صحابه پاکستان او لشکر جنګوي په ګڼو ترهګرو بریدونو کې ککړې وې خو په وروستیو کلونو کې هلته د سني برېلوۍ ډلې تحریک لبیک پاکستان فعالیتونو اندېښنې زېږولې دي.

رپورټ داراز وايي، د اسلامي دولت وسله والې ډلې (داعش) د خراسان څانګې په پاکستان کې د یوشمېر هغو بریدونو ذمه واري منلې ده چې پکې زیاتره وژل شوي اهل تشیع ول.

د مارچ میاشتې پر شپږمه په پېښور کې شیعه ګانو پر خپل جومات د حملې خلاف احتجاج وکړ
د مارچ میاشتې پر شپږمه په پېښور کې شیعه ګانو پر خپل جومات د حملې خلاف احتجاج وکړ

د دفاعي چارو پوه سید نذیر هم ګڼي چې په پاکستان کې د فرقه ییزو اختلافاتو او تاوتریخوالي امکان شته. "په پاکستان کې موږ وینو چې د ریاست پر سطح د دې پرضد عملیات کېږي، خو زموږ چې څومره مذهبي سیاسي ګوندونه او نورې ډلې دي، په هغو کې زیاتره د سعودي عرب یا نورو عرب هېوادونو ملاتړې دي او ځینې له ایران سره مرسته کوي، او دغه ملاتړ دوی له نورو ډلو سره هم لري."

شنونکي داراز وایي، د اسلامي دولت خراسان وسله واله ډله په ۲۰۱۴ز کال کې د افغانستان او پاکستان هغو وسله والو جوړه کړې وه چې له القاعدې او ټي ټي پي څخه یې لارې بېلې کړې وې او دا چې هې ډلې په عراق، شام او لېبیا کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې تر اثر لاندې ده.

په اسلام اباد کې د سیمه ییزو چارو پوه عبدالهادي مایار وایي په افغانستان کې اسلامي دولت وسله والې ډلې په وروستیو کې د ګڼو هغو بریدونو ذمه واري منلې چې پکې اهل تشیع او نور مذهبي لږکي په نښه شوي.

ده د سېپټېمبر پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، داعش داراز په پاکستان کې هم د یوشمېر حملو ذمه واري منلې. "نه خو په افغانستان کې حالات ښه شوي او نه هم په پاکستان کې. موږ په عراق کې هم وکتل چې هلته هم حالات خراب دي."

له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې خبرې

د خیبر پښتونخوا په قبایلي او جنوبي ضلعو کې پر امنیتي سرتېرو د وسله والو بریدونه زیات شوې دي. د سېپټېمبر پر نهمه په ټانک ضلع کې پر یو ځایي تحصیل چېرمین په وسله وال برید کې څلور پولیسان ووژل شول.

د جنوبي وزیرستان انتظامیې د مې په پای کې له ټي ټي پي سره د خبرو په اړه یوشمېر پاڼې خپرې کړې وې چې پکې یې مقصد د امن بحالول ښوولی وو.
د جنوبي وزیرستان انتظامیې د مې په پای کې له ټي ټي پي سره د خبرو په اړه یوشمېر پاڼې خپرې کړې وې چې پکې یې مقصد د امن بحالول ښوولی وو.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت او په کابل کې د تحریک طالبان پاکستان ترمینځ د خبرو یوشمېر پړاوونه ترسره شوي دي.

د پاکستان پوځ په یوه وروستي بیان کې ویلي چې د سېپټېمبر پر پینځمه په شمالي وزیرستان کې له وسله والو سره په نښته کې پینځه پوځیان او څلور مشکوک وسله وال ووژل شول. تحریک طالبان پاکستان هم د برید او نښتې تصدیق کړی دی او ویلي یې دي چې پکې یې سرتېرو ته مرګژوبله اړولې.

د خیبر پښتونخوا د حکومت ویاند محمد علي سیف وایي، حکومت او ریاستي ادارې ځکه له تحریک طالبان پاکستان سره خبرې کوي چې چې په سیمه کې امن راشي.​ "چې مذاکرات کامیابه شي او معاهده وشي نو په هغې کې به دا ټول شرایط وي چې که طالبان راځي نو څنګه او پر کومو شرطونو به راځي؟ د کوم قانون له مخې به راځي او د خلکو او ولسونو خوښه به هم پکې وي. دوی به دلته یو پرامنه ژوند تېروي او که څوک د معاهدې شرطونه نه مني نو هغه به هلته وي او هلته دې ژوند کوي."

د قبایلي ضلعو ځینې مشران وایي له ټي ټي پي سره د خبرو په اړه باید ورسره سلا مشوره وشي - پخوانی انځور.
د قبایلي ضلعو ځینې مشران وایي له ټي ټي پي سره د خبرو په اړه باید ورسره سلا مشوره وشي - پخوانی انځور.

د ۲۰۲۲ز د جون په پیل کې له پاکستانه یوې۵۳ کسیزه جرګې په کابل کې له ټي ټي پي سره د سولې خبرې پر مخ یوړې چې په پایله کې یې هغه اوربند تر نامعلومې مودې وغځېد چې د مې پر ۳۱مه یې نېټه ختمه شوې وه.

ټي ټي پي په وروستیو کې د یوشمېر حملو ذمه وارۍ منلو پر وخت ویلي دي چې بریدونه یې "دفاعي" ول. خو سیف روانه میاشت مشال راډیو ته ویلي ول چې اوربند پر ځای دی او دا ډول "وړې" پېښې کېږي. سیف په تېرو میاشتو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د خیبر پښتونخوا حکومت هېچا ته د عملدارۍ چیلېنجولو اجازه نه ورکوي.

خو د سیمه ییزو چارو شنونکی عبدالهادي مایار زیاتوي، په پاکستان او افغانستان کې د وسله والو ډلو فعالیتونه د امنیتي وضعې د خرابېدو ښکارندويي کوي. "په وروستیو کې په کابل کې د روسیې له سفارت سره نېږدې برید وشو، په پاکستان کې پر شپږم سېپټېمبر پر امنیتي عسکرو حمله وشوه، داسې په نورو ځایونو کې هم پر پوځیانو حملې ترسره شوې، په سوات کې وسله وال بیا ښکاره شوي، نو تاسو دا نه شئ ویلي چې امنیتي ادارې په ارام دي او ناامني نه شته؛ نه اوس هم د سیمې حالات خراب دي."

XS
SM
MD
LG