د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو بریدونه به له حکومت سره د دوی پر خبرو اغېز وکړي؟


د پاکستان حکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمنځ د سولې د خبرو د پيل او ډزبندۍ په نتيجه کې نسبي ارامي وليدل شوه
د پاکستان حکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمنځ د سولې د خبرو د پيل او ډزبندۍ په نتيجه کې نسبي ارامي وليدل شوه

د پاکستان پوځ په يو بيان کې وويل چې د سېپټمبر پر پنځمه په شمالي وزيرستان کې له وسله والو سره په نښته کې پينځه پوځي سرتيري او څلور مشکوک وسله وال ووژل شول. تحریک طالبان پاکستان د دې بریدونو زمه واري منلې ده.

تر دې وړاندې د سېپټمبر پر دویمه، دریمه او څلورمه نېټه هم په جلا جلا حملو کې په ډيره اسماعيل خان، پېښور او لکي مروت کې درې پوليس سرتيري ووژل شول.

دا له هغې وروسته ده چې د ۲۰۲۲م کال په جون مياشت کې د پاکستان حکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمنځ د سولې د خبرو د پيل او ډزبندۍ په نتيجه کې نسبي ارامي وليدل شوه. د سولې دا خبرې د افغان طالبانو په منځګړتوب پيل شوې وې.

د پاکستاني حکومت له لوري د دې خبرو مشري د اطلاعاتي چارو لپاره د خيبرپښتونخوا د اعلا وزير سلاکار بېرسټر محمد علي سيف کوي.

له نوموړي مو د سېپټمبر پر شپږمه وپوښتل چې پر امنيتي ځواکونو د طالبانو وروستيو بريدونو ته په کتو ګنې دا وانګيرل شي چې له طالبانو سره د سولې خبرې او هم ډزبندي پای ته رسېدلې ده که نه؟

هغه په ځواب کې وويل چې مذاکرات او ډزبندي، دواړه پرځای دي.

ده وویل، "يو د جنګ شروع کول او بل وړې وړې پېښې وي. بې له شکه دا رقم واقعات تلخي پيدا کوي. خو د پاکستان د حکومت او يا هم رياست پرضد چې هر کله کار روايي کېږي، د هېواد پوليس او پوځ به ورته ځواب وايي. د ناامنۍ د دې پېښو له طالبانو سره زموږ د سولې پر خبرو کوم اثر نشته."

بېرسټر محمد علي سېف زیاته کړه چې اوسمهال د پاکستان د حکومت او پوځ ټوله توجه له سېلاب سره تړليو مشکلاتو ته ده. خدای دې وکړي چې دا مسله ژر حل شي نو له طالبانو سره به خبرې بېرته پيل کړو."

نوموړي وویل، دی ویلای شي چې له طالبانو سره یې رابطې بحال دي او ډزبندي هم پرځای ده.

ده وویل، "لږ تر لږه زموږ لخوا خو پرځای ده، او د هغوی له لوري هم ده ځکه چې د ډزبندۍ د ماتولو باضابطه اعلان يې نه دی کړی."

د ۲۰۲۲ز په جون کې له تحريک طالبان پاکستان سره د پاکستاني حکومت د سولې خبرې د پاکستان له لوري يوې ۵۳ کسيزه جرګې مخ ته وړې وې. د هغو مذاکراتو په نتيجه کې د ۲۰۲۲ز په مې مياشت کې لګول شوی د يوې مياشتې اوربند تر نامعلومې مودې پورې غځول شوی وو.


د هغې جرګې يو غړي او له باجوړه د جمعيت علما اسلام ف يو سياستوال او پخواني سېنېټر حافظ رشيد احمد د سېپټمبر پر شپږمه مشال راډيو ته وويل، د حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند پای ته په رسېدو دی او چارواکي بايد له هغوی سره له نوي سره خبرې وکړي.

ده وویل، "شاوخوا درې مياشتې مخکې د دوی جرګه کابل ته تللې وه. تر هغې وروسته موږ د ناامنۍ د يو شمېر پرله پسې پېښو شاهدان واوسېدو. پر حالاتو مو نظر دی. زه فکر کوم چې زموږ له جرګې سره د ډزبندۍ شوې وعده پر ځای ده. حکومت بايد د سولې مذاکرات تازه کړي چې خبره امن و امان خوا ته لاړه شي. ډزبندي د درو مياشو لپاره وه او ښايي هغه موده پوره شوې وي."

خو په پېښور کې خبريال او د چارو شنونکی شميم شاهد وايي، له طالبانو سره پر خبرو د پاکستان په پارليمان کې پورته شويو اعتراضونو او تر هغې وروسته په کابل کې د القاعده د مشر ايمن الظواهري د وژنې پېښې د سولې مذاکرات ټکڼي کړي دي.

ده زیاته کړه چې د سولې خبرې هغه وخت ورانې ويجاړې شوې کله چې تېره جون مياشت د پارليمان يوې ځانګړې کمېټې پر مذاکراتو خپل تحفظات ښکاره کړل.

ده وویل، "کمېټې د طالبانو د دې غوښتنو سخت مخالفت وکړ چې وايي، قبايلي ضلعې بايد له خيبرپښتونخوا جلا او خپل زوړ حيثيت دې ورکړل شی، ملاکنډ ډويژن دې ټول په ټوله طالبانو ته په لاس ورکړل شي او همداراز طالبانو ته دې په پاکستان کې د ازاد تګ او راتګ اجازت وي."

شمیم شاهد زیاته کړه چې د بېرسټر سيف په مشرۍ کابل ته د سولې د خبرو لپاره د دويم پاکستاني پلاوي د سفر پر مهال هلته د القاعده مشر ډاکټر ايمن الظواهري په يوه ډرون بريد کې ووژل شو.

د ده په وینا، داسې ويل کېږي چې تر دې پېښې وروسته د طالبانو مشر سراج الدين حقاني له پاکستاني پلاوي خفه شو او ورسره یې و نه ليدل.

شمیم شاهد د خبرو اترو او ډزبندۍ د دوام په اړه وویل، "سمه ده چې بېرسټر سيف دعوه کوي چې له طالبانو سره يې رابطې پرځای دي، خو زما معلومات دا دي چې د دواړو خواو خبرې ترخې شوې دي او ترمنځ يې بد اعتمادي پيدا شوې ده.”

بلخوا له پاکستانيو طالبانو سره د سولې د خبرو مشري کوونکی بېرسټر محمد علي سيف وايي چې له تېرو شاوخوا ۲۰ کلونو راهيسې روانه شخړه په يوه او يا هم دوه پړاوه خبرو کې د حلېدو نه ده.

په وروستيو کې د خيبرپښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې د طالب وسله والو د مبينه شتون خبرونو تر خپرېدو وروسته خلکو د امن په نوم لاريونونه کړي او له حکومته یې غوښتي چې سيمو ته يې د وسله والو د بېرته تګ مخه ونيسي.

XS
SM
MD
LG