د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې بارانونو ۷۶ کسان وژلي، ۱۰ ضلعې "افت زده" اعلان شوې


په پښين کې د ورانو شويو کورونو په منځ کې يو پلار خپل زوی روان کړی - د جولای ۱۱مې انځور.
په پښين کې د ورانو شويو کورونو په منځ کې يو پلار خپل زوی روان کړی - د جولای ۱۱مې انځور.

په بلوچستان کې چارواکي وايي، د هغو بارانونو لړۍ نه ده درېدلې چې له وجې یې راغلیو سیلابونو تر اوسه په صوبه کې ۷۶ کسان وژلي دي.

د قدرتي افتونو د نظم صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) د جولای په ۱۷مه رسنيو ته په لېږدولي راپور کې ويلي چې د دغو کسانو د مرګ تر څنګ لږ تر لږه ۵۲ کسان ټپيان شوي، له ۵۰۰۰ څخه زیات کورونه وران شوي دي او ۷۰۰۰ نور زیانمن شوي دي.

په بلوچستان کې د مسلسلو بارانونو لړۍ د جولای له څلورمې پېل شوې ده. د چاپېريال ساتنې وفاقي وزيرې شيري رحمان ويلي وو چې د تودوخې درجې زیاتېدو او اقلیم بدلون له امله دا کال بارانونه بې وخته او ډير شوي دي او ښايي د اګست تر مياشتې دوام وکړي.

د بلوچستان حکومت دې زیانونو ته په کتو سره ۱۰ ضلعې افت زده اعلان کړې دي. په کوټه کې د پي ډي اېم اې مشر نصیر احمد ناصر د جولای پر ۱۷مه مشال راډيو ته وويل چې بارانونو د بلوچستان په ۲۲ ضلعو کې تاوانونه اړولي دي خو ډېر نقصان په کوټه، پښین، ژوب، دوکۍ، ګوادر، تربت، کلا سیف الله او پنجګور کې اوښتی.

د بلوچستان وزيراعلی عبدالقدوس بزنجو د جولای پر ۱۷مه د باران او سیلاب وهلو سیمو تر دورې وروسته، په کوټه کې خبریالانو سره په خبرو کې وعده وکړه چې زیانمنو شویو کورنيو سره به پوره مرسته کېږي. دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې له مشال راډيو سره په خبرو کې د بلوچستان د ځينو باران ځپلو سیمو خلکو مشال راډيو ته ويلي وو چې دوی ته مرستې نه دې رسېدلي.

خو بزنجو وويل چې حکومت داسې پلان لري چې له مخې به یې په بارانونو کې د وژل شوي هر تن کورنۍ ته لس لاکه روپۍ ورکول کېږي. د هغه په وينا د کورونو په بيا جوړولو کې به هم خلکو سره مرسته کوي.

د چارواکو په وینا، په بلوچستان کې ډېر نقصان د هغو اووه ډیمونو د ماتېدو له امله شوی چې د باراني اوبو د مهارولو لپاره جوړ شوي وو. د دې ډېمونو ماتېدو زراعتي ځمکې هم خرابې کړې دي.

د بلوچستان سيلاب ځپلي د مرستو غوښتنه کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:41 0:00

په کوټه کې د موسم شنونکي دفتر ويلي چې د بلوچستان په ساحلي برخو ګوادر، تربت او لسبېلې کې به د بارانونو سلسله روانه وي نو ځکه دې خلک د خونديتوب لپاره ګامونه واخلي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG