د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان بارکان کې د نس ناستي او قي ناروغۍ ۵ تنه وژلي‌


بارکان پنجاب صوبې ته څېرمه د بلوچستان ضلع ده.
بارکان پنجاب صوبې ته څېرمه د بلوچستان ضلع ده.

چارواکي وايي، د بلوچستان په بارکان سیمه کې د نس ناستي او قي (هیضې یا کولرا) لسګونه پېښې ثبت شوې دي او د ناروغۍ له کبله لږترلږه پینځه ماشومان مړه شوي دي.

د هغې سیمې ډاکټران وايي، د هیضې ناروغي پر داسې مهال خپره شوې چې پنجاب ته په څېرمه هغه سیمه کې د سختې ګرمۍ تر څپې وروسته باران وشو. د دوی په خبره، د بارانه د اوبو استعمال ښايي د ناروغۍ خپرېدو لامل وي. چارواکي او روغتیاپالان وايي، د کولرا د خپرېدو لاملونو معلومولو هڅې کوي.

د بارکان د سرکاري روغتون یو ډاکټر اقبال د جولای پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې په هغه بیکټېریايي ناروغۍ په اخته شویو کې زیات شمېر د ماشومانو دی.

ده وویل چې دوی په روغتون کې د ډاکټرانو د کمي له کبله له مشکلاتو سره مخامخ دي خو د ده په وینا، په عین وخت کې له کوټې او بوري (لورالايي) څخه د ډاکټرانو ډلې ورروانې شوې دي.

اقبال وویل چې د جولای پر دویمه نېټه تر ۷۰ زیات ناروغان وروړل شوي ول او د جولايي پر درېیمه یې اووه نور ناروغان بستر کړل.

په بلوچستان اسمبلۍ کې د بارکان استازي او د خزانې صوبايي وزیر سردار عبدالرحمان کېتراڼ د بارکان انتظامي مشر او نورو چارواکو ته امر کړی چې د وبا قابو کولو لپاره جدي ګامونه واخلي.

نوموړي د جولای پر درېیمه له مشال راډیو سره په خبرو کې تایید کړه چې په سیمه کې یې د نس ناستي او قي ناروغۍ پینځه ماشومان وژلي دي.

خو کېتراڼ زیاته کړه چې سیمې ته یې اړوند دواګانې لېږدولې دي او د ده په وینا، زیاتره ناروغان تر علاج وروسته له روغتون څخه رخصت شوي دي.

د صحت څانګې صوبایي سېکرټري صالح خان ناصر هم مشال راډیو ته وویل چې بارکان ته یې د نس ناستي او قي ناروغۍ درملو تر څنګ له کوټې او لورالايي‌ څخه د ډاکټرانو ډلې لېږدولې دي.

ناصر هیله وښوده چې ډېر ژر به په سیمه کې ناروغي کنټرول کړي.

بل پلو د بارکان د صحت څانګې مشر عبدالحمید لهړي مشال راډیو ته وویل چې د دوی روغتون له ډېرې مودې د ډاکټرانو له کمښت سره مخامخ دی. نوموړي پر صوبايي حکومت غږ وکړ چې په چټکۍ دې دا ستونزه ورهواره کړي.

په بارکان کې د هیضې ناروغي پر داسې مهال خپره شوې چې تر دې وړاندې د بلوچستان په ډېره بګټي کې هم د ۲۰۲۲ز کال د مې په میاشت کې هغې ناروغۍ یوشمېر کسان مړه کړي ول. د سیمې اوسېدونکو مشال راډیو ته ویلي ول چې هیضې ۲۰ کسان مړه کړي، خو چارواکو ویلي ول چې یوازې پینځه ماشومان له ناروغۍ مړه شوي ول.

ډاکټران ویلي ول چې په ډېره بګټي کې د هغې وبا د خپرېدو لوی لامل د څښلو لپاره د پاکو اوبو نشتوالی وو.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG