د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ډي اېم اې خیبر پښتونخوا کې د سخت توپان او بارانونو خبرداری ورکړی


پي ډي اېم اې وايي، د پېښور په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د توپانونو او بارانونو امکان دی - پخوانی انځور.
پي ډي اېم اې وايي، د پېښور په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د توپانونو او بارانونو امکان دی - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) د جون له ۱۵مې څخه د صوبې په مختلفو سیمو کې د سخت توپان او بارانونو خبرداری ورکړی.

د جون پر ۱۴مه د ادارې په خبرپاڼه کې اړوندو ادارو ته امر شوی چې د زیانونو د مخنیوي په خاطر دې احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسي. په خبرپاڼه کې پر ولس هم د احتیاط کولو غږ شوی دی.

پي ډي اېم اې ویلي چې د اېبټ اباد، مانسهرې، سوات، بونېر، شانګلې، بر او کوز دیر، پېښور، خیبر، کورمه، چارسدې، صوابۍ، مردان، بنو، لکي مروت، ټانک او ډېره اسماعیل خان په ګډون په نورو سیمو کې د باران ترڅنګ د ګرد او دوړو سختو توپانونو امکان دی.

بیان زیاتوي چې د ورښتونو لړۍ به د جون تر ۲۲مې پورې دوام لري.

هغې ادارې دا خبرداری پر داسې مهال ورکړی چې له یوشمېر اوونیو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ګرمي زیاته شوې او په وروستیو کلونو کې پکې بارانونه کم شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG