د لاسرسي ځای

تازه خبر

محسن داوړ او علي وزیر په ضمانت خوشې شوي


پښتون ژغورنې غورځنګ دوه غړي محسن داوړ او علي وزیر.
پښتون ژغورنې غورځنګ دوه غړي محسن داوړ او علي وزیر.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران او پاکستان قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ او علي وزیر په ضمانت خوشې کړل شوي دي.

د غورځنګ مشرانو د نومبر پر ۳۰مه ناوخته مشال راډيو ته وويل چې د پېښور په حيات اباد کې يې د پاکستان د پلټنو فيډرالي ادارې (اېف ای اې) تاڼې مخې ته خپله احتجاجي ناسته تر هغه وروسته ختمه کړه کله چې محسن داوړ او علي وزير دواړه د نومبر پر ۳۰مه د شپې په ضمانت خوشې کړل شول.

پښتون ژغورنې غورځنګ ويلي چې دواړه مشران د جمعې پر ورځ په دوبۍ کې له ميشتو پښتنو سره د ليدنې لپاره روان ول چې د اېف ای اې چارواکو په پېښور کې پر باچا هوايي ډګر ونيول او دوی ته يې د سفر اجازه ورنکړه.

تر خوشې کېدو وروسته محسن داوړ د احتجاجي ناستې ګډونوالو ته وويل چې په راتلونکې کې به هم په اتحاد او تفاق پر پښتنو د دا ډول ستونزو د هواري لپاره لاس په کار کېږي.

د غورځنګ مشران وايي چې د اېف ای اې چارواکو دوی ته وويل چې د يادو دواړو پارلېماني غړو نومونه د هغو کسانو په ليسټ کې دي چې بهر ته پر تلو يې بنديز دی.

که څه هم د اېف ای اې چارواکو په دې اړه مشال راډيو ته څه نه دې ويلي خو پښتون ژغورنې غورځنګ په اګست مياشت کې په صوابۍ کې جلسه کړې وه. له جلسې وروسته ضلعي انتظاميه د محسن داوړ او علي وزير په ګډون د ياد غورځنګ د ځینو مشرانو پرضد د غېرقانوني جلسې کولو او د رياست پرضد د شعارونو ورکولو په تور مقدمه درج کړې وه چې د غورځنګ په وينا په هغه مقدمه کې د دوی ضمانت منظور شوی و.

پر ټولنيزو رسنيو د داوړ او وزير د نيولو خبر ډېر زيات غبرګونونه راوپارول. د بشري حقونو ګڼو مبارزينو د دوی نيول وغندل او سمدستې يې د دوی د راخوشې کولو غوښتنه وکړه. ځېنو کسانو د پاکستان پر پارلمان هم غږ وکړ چې د دې اقدام په غبرګون کې د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې بحث راوغواړي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG