افغانستان ته ستنېدونکو کډوالو د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې هلته دې ورته د کور جوړولو لپاره ځای ورکړي. د خیبر د لنډي کوتل (لواړګي) په لنډمهالي کیمپ کې یوشمېر افغانانو مشال راډیو ته وویل چې کلونه په پاکستان کې واوسېدل او په افغانستان کې د ژوند لپاره هېڅ جایداد او نورې شتمنۍ نه لري. ویډيويي رپورټ.