د هند تر واک لاندې کشمیر کې سږ کال ولې د غاټول کم ګلان غوړېدلي؟
د هند تر واک لاندې د کشمیر په سرينګر کې د غاټولو په یو باغ کې هر کال لکونه ګلان غوړېږي. د هغه باغ لیدو ته ګڼ سیلانیان ورځي خو بڼوال وايي، سږ کال د کمو ورښتو له وجې ګلان د پخوا په څېر زیات نه دي او واړه هم دي. په هغه باغ کې نور ګلان هم کېږي، خو د غاټولو په باغ مشهور دی. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.