یونېسېف: د مرستو کمی مېلیونونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخولای شي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو چارو ادارې (يونېسېف) ويلي دي چې د نړيوالو مرستو د کمي له امله به په نړۍ کې لږ تر لږه ۱۴ مېلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ او مړینې له خطر سره مخامخ شي. یونېسېف زياتوي، که په دې برخه کې بېړنۍ مرستې و نه شي او حکومتونه پيسې و نه لګوي، نو دا شمېر به لا زیات شي. نور د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو په جوړ راپور کې.