د سکردو اوسېدونکي په واورینو غونډیو جوړولو اوبه سپموي
د پاکستان تر واک لاندې د ګلګت بلتستان د سکردو اوسېدونکو د اوبو زخیزه کولو لپاره د واورینو غونډیو جوړول پیل کړي دي. د اب و هوا بدلون له کبله په سیمه کې د پخوا پرتله کمه واوره کېږي. داراز، د تودوخې درجې لوړېدو له وجې واورین ګټان او کمرونه (ګلېشییرز) په تېزۍ ویلې کېږي او خلک د اوبو له کمښت سره مخامخ دي. د سکردو یو اوسېدونکی وايي، د واورینو غونډیو جوړولو الهام یې د یوټیوب له یوې ویډیو واخیست. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.