د عالي جانخېلو سوپرسټار لوبډلې د "سهاک اتلولۍ جام" ګټلی دی
د پکتیا په زرمتو ولسوالۍ کې د عالي جانخېل سوپرسټار لوبډلې خروټي کلا اتلانو ته په ماتې ورکولو د "سهاک اتلولۍ جام" ګټلی دی. د جام اووم پړاو سیالۍ د اپرېل پر لومړۍ پیل شوې وې چې تر ۱۲ ورځو روانې وي او پکې د بېلابېلو ولایتونو لوبډلو برخه واخیسته. د سیالیو منتظمین وايي، غواړي ځوانان کرکټ او نور سپورټ ته وهڅوي، د هغوی مهارتونه لوړ کړي او خلکو ته هم د تفرېح فرصت برابر کړي. د اپرېل ۱۲مې پایلوبې لیدو ته ګڼ خلک ورغلي ول. ویډیويي رپورټ وګورئ.