ګڼو خبري اژانسونو د جنورۍ پر ۳۰مه د امريکايي چارواکو له خولې ليکلي چې تر دې دمه د شاوخوا ۲۰ کسانو مړي له پوټامېک سيند څخه راايستل شوي دي او د نورو لټون لا هم روان دی.
کریم خان د جنورۍ پر ۲۳مه په یو بیان کې وویل چې معقول دلایل شته چې د طالبانو هغه دوه مشران "د جنسیت پر اساس د بشریت ضد جنایتونو جرمي مسوولیت" په غاړه لري.
ولسمشر ټرمپ د صدارتي فرمانونو په لاسليکولو سره د امريکا او مېکسيکو پر سرحد بیړنی حالت اعلان کړ او زیاته یې کړه چې هلته به د غیرقانوني کډوالو د مخنيوي لپاره پوځيان استوي.
ال ثاني خبري غونډې ته دا هم وویل چې موافقه په درې پړاوونو کې عملي کېږي. د ده په وینا، په لومړۍ مرحله کې به د ۴۲ ورځني اوربند پر مهال ۳۳ اسراییلي یرغملیان خوشې کېږي او اسراییلي سرتېري به د غزې له ګڼ مېشتو سیمو وځي.
د سعودي عرب غيرسرکاري ادارې، رابطه العالم اسلامي مشر وویل "په اسلام کې د نجونو پر زده کړو هېڅ بندیز نشته او هېڅوک بايد د دې لپاره شرعي بهانې ونه لټوي".
د پاکستان د تعلیم وزیر خالد مقبول صدیقي وايي په افغانستان کې د واکمنو طالبانو استازي د نجونو د تعلیم په اړه د اسلامي هېوادونو په دې غونډه کې برخه نه اخلي.
نور وښیئ