د لاسرسي ځای

تازه خبر

وولودیمیر زېلېنسکي او ډانلډ ټرمپ د جرمني په کوربه توب انلاین غونډه لري


دا تصویر د روسیې ولسمشر پوتین (ښي لوري ته)، د اوکراین ولسمشر زېلېنسکي او د امریکا ولسمشر ټرمپ د جلا انځورونو له یو ځای کولو جوړ شوی - انځور له ارشیفه.
دا تصویر د روسیې ولسمشر پوتین (ښي لوري ته)، د اوکراین ولسمشر زېلېنسکي او د امریکا ولسمشر ټرمپ د جلا انځورونو له یو ځای کولو جوړ شوی - انځور له ارشیفه.

ټاکل شوې چې اوکراینی ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د جرمني په کوربه توب په برلېن کې له خپل امریکايي سیال ډانلډ ټرمپ سره په پرلیکه (انلاین) غونډه کې خبرې وکړي.

د اګست ۱۳مې غونډه په الاسکا ایالت کې د ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تر ملاقات دوه ورځې مخکې کېږي.

بي بي سي او رویټرز اژانس وايي، زېلېنسکي په برلېن کې د جرمني له وزیراعظم فریدریښ مرڅ سره د لیدو پر مهال ویلي، "د عادلانه امن لپاره باید پر روسیې فشار راوستل شي."

ټرمپ چې د روسیې او اوکراین ترمینځ د جګړې درولو په تکل دی، تېره اونۍ ویلي ول چې په هر ډول موافقه کې به د مسکو او کییف د بهترۍ لپاره د ځینو سیمو تبادله کېږي.

البته زېلېنسکي د اګست پر نهمه د امریکايي وړاندیزونو په غبرګون کې وویل، کییف هېڅکله خپله خاوره "غاصبانو" ته نه سپاري او اروپايي مشرانو هم د اوکراین "کلک" ملاتړ ته د دوام ورکولو هوډ تکرار کړ.

ټاکل شوې چې د جرمني په کوربه توب په پرلیکه غونډه کې د فرانسې، برېتانیې، اېټالیې، پولینډ، فېنلینډ او د ناټو او اروپايي ټولنې مشران ګډون وکړي. وروسته به ټرمپ او د هغه مرستیال جې ډي وېنس هم په خبرو کې شامل شي.

اروپايي مشران د الاسکا په غونډه کې د اوکراین پر شاملولو ټینګار کوي ځکه چې اندېښنې دي چې امریکا او روسیه په خپل سر داسې پرېکړې و نه کړي چې له مخې یې مسکو په خپله خوښه د اوکراین سرحدونه او سیمې وټاکي. د اوکراین شاوخوا ۲۰ فیصده خاوره اوسمهال د روسیو ځواکونو په کنټرول کې ده.

د سپینې ماڼۍ یو چارواکي تېره اونۍ رویټرز اژانس ته ویلي ول چې ټرمپ په الاسکا کې درې اړخیزه غونډې ته اماده دی، خو د روسي ولسمشر له غوښتنې سره سم، اوسنی پلان یوازې د ټرمپ او پوتین ترمینځ دوه اړخیز ملاقات دی.

پوتین تر اوسه له زېلېنسکي سره له مخامخ خبرو انکار کړی دی. خو اوکراینی ولسمشر وايي له خپل روسي سیال سره لیدو ته چمتو دی.

روسیې درې کاله مخکې په فبرورۍ کې پر اوکراین یرغل وکړ او له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو ترمینځ جګړه دوام لري.

XS
SM
MD
LG